د لوګر ۷۵ ښوونکو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ پیل شو

د لوګر د مرکز او ولسوالیو ښوونځیو ۷۵ ښوونکو ته، چې له ډلې یې ۴۰ تنه ښځینه ښوونکې دي د وړتیا لوړونې لس ورځنی ورکشاپ پیل شو. یاد ورکشاپ د پوهنې ریاست په همکارۍ د آی، آر، سي موسسې له لوري جوړ شوی دی.
د ورکشاپ ګډونوالو ښوونکو ته د ظرفیت لوړونې په موخه د ښوونځیو د زده کړې کیفیت د لوړوالي او اغیزمن تدریس په برخه کې روزنه ورکول کېږي. 
د لوګر د پوهنې رییس عبدالوکیل کلیوال د یاد ورکشاپ د پیل پر مهال وویل، چې د دغه ورکشاپ د جوړولو موخه د ښوونکو وړتیا لوړول دي. هغه زیاته کړه، چې د خپل کلني کاري پلان له مخې د پوهنې کارکوونکو او ښوونکو د وړتیاوو لوړولو او روزنې ته خاصه پاملرنه کړې ده. 
د لوګر د پوهنې ریاست د خپل کاري پلان له مخې، د روان کال له پیله تراوسه تر ۱۰۰۰ ډېرو ښوونکو ته د ظرفیت لوړولو ورکشاپونه جوړ کړي دي.
یاد ورکشاپونه د پوهنې وزارت او د پوهنې د مرستندویه موسسو له خوا جوړ شوي، چې د ښوونکو د وړتیاوو په لوړولو کې ګټور تمام شوي دي.