د پوهنې د وزیر پیغام

  دا يو څرګند حقيقت دى چې ښوونه او روزنه دټولنیزې ودې اوپراختیا اساسي رکن او د دایمي سولې د تامینولو لپاره لومړنی اساسي شرط دى، همدې  اهمیت ته په پام سره د انکشاف له يادونې څخه زموږ مقصد د ساختمان او زيربنا په برخه کی د انکشاف په پرتله د بشري ځواك انکشاف دى، په دې معنا چې د خلکو په اخلاقي ارزښتونو، سلوک، طرزفكر او چلند کې مثبت بدلونونه رامنځ ته شي.


  د پوهنې وزارت دنده لري ترڅو د هېواد نوى نسل داسې وروزي چې له يوې خوا غوره مسلمان، پوه، پر هېواد مين او له بلې خوا د هیواد او نړۍ په كچه پر موجوده بدلونونو باندې د باور لرلو ترڅنګ د پراخ او سوله ییز نظر لرونكى وي.
  له همدې امله د افغانستان اسلامي جمهوريت، د پوهنې ودې او پرمختګ ته د خپلو چارو په سر كې ځاى وركړى او ژمنه كوي، چې د نجونو او هلکانو په ګډون به ټولو ماشومانو ته د کیفیت لروونکې ښوونې او روزنې د ترلاسه كولو  زمينه برابره او بشري ځواک به داسې غښتلى او زيات كړي چې له يوې خوا د کار بازار اړتیا وو او غوښتنو ته ځواب ووايي او له بله اړخه د هېواد په اقتصادي وده او بیارغاونه كې كارنده ونډه واخلي.
  د دې ترڅنګ چې د متعال خداى جل جلاله په مرسته او د خپل مسلمان ملت د سرښندنو  او  نړیوالو همکارانو د هر اړخيزو مرستو او همكاريو په نتيجه كې مو د پوهنې بهير د پخوا په پرتله خورا غوړيدلى او په دې لاره كې غوره لاسته راوړنې لرو خو بيا هم اوږده، سخته او له ستونزو او ننګونو ډكه لاره په مخکې لرو، چې  ټينګې مبارزې او پراخه هلو ځلو او ملاتړ ته اړتيا لري، ترڅو په دې توګه وکولای شو د پوهنې هغه اوږد مهاله موخې ترلاسه كړو چې د افغانستان په اساسي قانون، د افغانستان د ملي انکشاف په ستراتیژۍ او د ملګرو ملتونو د درېيمې میلادي زريزي په موخو كې يې وړاندوينه شوې ده.
  د پوهنې د وزیر په توګه ژمنه كوم چې د لوى او متعال الله جل جلاله په مرسته به د پوهنې د كيفيت او كميت كچه داسې لوړوم چې له امله يې هېوادوالو ته د سولې او ورورولۍ په ډاډمنه فضا كې دکار موندنې او اقتصادي ودې زمينه برابره او په هېواد كې دوامداره سوله او ثبات تضمين كړي.
  د ګران هېواد افغانستان د پوهنې د نظام د لاغوړيدو او غښتلتيا په هيله.