د پوهنې وزارت د سرپرست ډاکټر محمد میرویس بلخي ژوندلیک

محمد میرویس بلخي د فضل احمد زوی د ۱۳۶۱ لمریز کال د مرغومي میاشتې په ۲۳ مه نېټه د بلخ ولایت په خُلم ولسوالۍ کې زېږدلی دی. نوموړی د ښوونځي له فراغت وروسته د خپلو لوړو زده کړو په موخه هندوستان ته ولاړ او د (۲۰۰۴-۲۰۰۷) کلونو په ترڅ کې یې د ډهلي پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو په څانګه کې لسانس وکړ.
ښاغلي بلخي د لسانس دورې له بشپړېدو سره د هند په سراسري رقابتي کانکور آزموینه کې ګډون وکړ او تري بري وروسته د ډهلي د جواهر لعل نهرو پوهنتون د نړیوالو اړیکو په څانګه کې د ماسټرۍ دورې پر زده کړو بوخت شو. نوموړی په ورته مهال د هند د کلتوري اړیکو د مرکز (ICCR) له بورسیې څخه هم برخمن شو.  
په ۲۰۰۹ کال کې د ماسټرۍ دورې له بشپړېدو سره سم د جواهر لعل نهرو پوهنتون د نړیوالو اړیکو او د لویدیځې آسیا د مطالعاتو په مرکز کې له دوکتورا د وړاندې دورې (M.Phil) زده کړې پیل کړې او خپل پایلیک یې «د افغانستان پر وړاندې د سعودي عربستان د بهرني سیاست (۱۹۹۱-۲۰۱۴)» په اړه تحقیق او دفاع کړ. 
نوموړي د جواهر لعل نهرو پوهنتون په یاد مرکز کې د دوکتورا دورې ته لاره پیدا کړه او خپل د دوکتورا تېزس یې د امریکا له حضور وروسته په افغانستان او عراق کې د ملت جوړونې تر عنوان لاندې تحقیق او په بریالیتوب دفاع کړ.
ښاغلی بلخي په ۲۰۱۲ کال کې بېرته افغانستان ته راستون شو او د افغانستان په امریکايي پوهنتون او د افغانستان د لوړو زده کړو په موسسه کې د استاد په توګه دنده پیل کړه. د تدریس ترڅنګ یې د هېواد د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو د کلنۍ د منشي په توګه هم کار پیل کړ. ډاکټر بلخي په ۲۰۱۳ کال کې د بهرنیو چارو وزارت رسمي کارکونکی شو او د منځنۍ آسیا د ډسک مسوولیت یې پر غاړه درلود.
دغه راز یې په ۲۰۱۴ کال کې د هند او سویلي آسیا په برخه کې د بهرنیو چارو وزارت د لومړي سیاسي ریاست د مرستیال په توګه هم دنده ترسره کړې ده. دوکتور بلخي د ۲۰۱۶ په ډیسمبر کې په هند کې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د سفارت د مرستیال په توګه وټاکل شو او د ۲۰۱۸ کال تر مارچ پورې یې یاده دنده پر مخ وړله. 
دکتور محمد میرویس بلخي د رسمي دولتي ماموریت ترڅنګ د نړیوالو اړیکو، منځنۍ آسیا، سیاسي علومو او بهرني سیاست په برخه کې په دري او انګلیسي ژبو ګڼې مقالې لیکلي، چې په کوردننه او بهر خپرې شوې دي. د ښاغلي بلخي درې عنوانه کتابونه "سیاست خارجی عربستان سعودی در قبال افغانستان"، "نگاهی به سیاست همگرایی منطقه یی افغانستان"، "افغانستان پس از 2014" چاپ او نشر شوي دي.