د (GPE) پروګرام په اړه

د پوهنې لپاره نړیوال ګډون (GPE) ، چې په لومړیو کې د ټولو  لپاره د چټکو زده کړه د نوښت (FTI/EFA)  په نوم یادېده، په ۲۰۰۲ م کال کې جوړ شو، چې له کم عاېده هېوادونو سره د «زده کړه د ټولو لپاره»  (EFA) موخو ته د رسېدو په لاره کې مرسته وکړي. د پوهنې لپاره نړیوال ګډون په لومړیو کې خپل فعالیت په ۷ هېوادنو کې پیل کړ او وروسته یې د خپل فعالیت ساحه د نړۍ ۶۰ هېوادنو ته پراخه کړه. د پوهنې لپاره نړیوال ګډون د پرمختللو هېوادونو په مرسته هڅه کوي، چې ماشومان له لومړنۍ تر منځنۍ دورې پورې باکیفیته زده کړو ته لاس رسی پیدا کړي.

د پوهنې لپاره د نړیوال ګډون ستراتیژي

د GPE ماموریت:

د نړیوالو مرستو پرمټ ټولو هغو نجونو او هلکانو ته د باکیفیته زده کړو د اسانتیاوو برابرول، چې بې وزلي او په لرې پرتو سیمو کې اوسېږي.

لیدلوری:

د ټولو ماشومانو لپاره د باکیفیته زده کړو د اسانتیاوو برابرول، څو له دې لارې وکولای شي له خپلې ټولنې سره مرسته وکړي.

اهداف:

په جنګ ځپلیو او وروسته پاتې هېوادونو کې د ښوونیزو پروګرامونو د پراختیا او عملي کولو ملاتړ کول،

د GPE پروګرام په غړیو هېوادونو کې د نجونو د تعلیمي کچې لوړول،

په لومړنیو ښوونځيو کې د سواد زده کړو د لومړنیو مهارتونو پیاوړتیا او پراختیا،

د باکیفیته زده کړو د تدریس په موخه د مسلکي ښوونکو ګمارل، روزل او له هغوی څخه ملاتړ کول،

د GPE پروګرام د غړو هېوادونو د بودیجې ډېروالی او په دې هېوادونو کې له ښوونې او روزنې څخه ملاتړ کول،

منابع:

د پورته معلوماتو د تایید په موخه د پوهنې لپاره د نړیوال ګډون اصلي وېب پاڼې ته سر ورښکاره کړئ.

 ([https://www.globalpartnership.org/strategy])