نړیوالې لاسته راوړنې - دپوھنی وزارت

نړیوالې لاسته راوړنې

په لومړنیو ښوونځيو کې شمولیت: له ۲۰۰۳ م کال راهیسې د GPE پروګرام مرسته کوونکو هیوادونو د ۲۲ میلیونه زده کوونکو لپاره د ښوونځي د تګ زمینه برابره کړې ده. ددې شمېرې شاوخوا ۱۰ میلیونه یې نجونې دي.
 
سواد زده کړه: له ۲۰۰۰ تر ۲۰۰۳ میلادي کال پورې د پوهنې لپاره د نړیوال ګډون د غړیو هېوادونو د ۱۵-۲۴ کلنو ځوانانو په منځ کې د سواد زده کړې سلنه له ۷۷ څخه ۸۱ سلنې ته لوړه شوې، خو په جنګځپلو هېوادونو کې بیا دا سلنه له ۵۶ څخه ۶۹ سلنې ته لوړه شوې.
 
د نجونو زده کړه: په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د پوهنې لپاره د نړیوال ګډون د غړیو هېوادونو ۷۲ سلنه نجونې له ابتدایه دورې څخه فارغې شوي، چې په ۲۰۰۲ میلادي کال کې دا شمېره ۵۵ سلنه وه.
 
ښوونکي: له ۲۰۰۴ میلادي کال راهیسي د GPE پروګرام پرمټ نژدې ۳۰۰ زره ښوونکي روزل شوي دي.
ټولګي: له ۲۰۰۴ کال راهیسې د GPE پروګرام له لارې ۵۳ زره درسي ټولګي جوړ او رغول شوي دي.
 
درسي کتابونه: له ۲۰۰۴ کال راهیسې ددې پروګرام له لارې ۵۰ میلیونه جلده کتابونه پېرل شوي او په زده کوونکو وېشل شوي دي.
 
د لومړینو زده کړو پای ته رسول: له هغو هېوادونو سره چې GPE پروګرام مرسته کوي د لومړنیو زده کړو کچه په ۲۰۰۲ میلادي کال کې ۶۱ سلنه وه، چې په ۲۰۱۱ میلادي کال کې ۷۵ سلنه ته لوړه شوې.
 
بهرنۍ مالیه: د پوهنې لپاره نړیوال ګډون د ښوونې او روزنې په برخه کې له ۲۰۰۳ کال تر ۲۰۱۳ کال پورې ۳ اعشاریه ۷ بیلیون امریکايي ډالره مرستې کړې ده.
 
جنسیتي انډول: په ۲۰۱۱ کال کې د پوهنې لپاره نړیوال ګډون د ۲۰ پرمختللیو مرسته کوونکو هېوادونو پرمټ په ښوونځيو کې د شمولیت جنسیتي انډول توب ترلاسه کړ او یا هم د دوی په مرسته له هلکانو څخه نجونې ډېرې په ښوونځيو کې شاملې شوې.
 
کورنۍ مالیه: هغو هېوادونو چې د پوهنې لپاره د نړیوال ګډون غړیتوب یې تر لاسه کړی، ددې پروګرام د پرمختللیو مرسته کوونکو هېوادونو پر مټ یې په کورنیو خالصو تولیداتو کې ۱۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
 
ددې معلوماتو د تایید په موخه د پوهنې لپاره د نړیوال ګډون اصلي وېب پاڼې ته سر ورښکاره کړئ.
 
لینک یې دی ([https://www.globalpartnership.org/10-key-data-results])