د جي پي اي پروګرام

د پوهنې لپاره د نړیوال ګډون رهبري د پوهنې وزارت پر غاړه ده، چې د مالیې وزارت او خلکو په ګډه همکارۍ پر مخ وړل کېږي او دغه راز د پروګرام د مدیریت او همغږۍ په برخه کې د بشري سرچینو د پراخیتا ټولنې (HRDB) او د سیمه ییزې ښوونې او روزنې ګروپ (LEG) فعاله ونډه درلوده.

د افغانستان د پوهنې لپاره د نړیوال ګډون په پروګرام کې د غړیتوب لپاره د  ۲۰۱۱ میلادي کال په سپټمبر کې ددې پروګرام رهبري ته خپل پروپوزل وړاندې کړ، چې له لازمې کتنې وروسته د (GPE) د رهبرۍ او مرسته کوونکو هېوادونو له لوري ومنل شو.

د پوهنې لپاره نړیوال ګډون په افغانستان کې څلور مهم لومړیتوبونه طرحه کړي، چې له عملي کېدو سره به یې د پوهنې په منځمهالي پلان (EIP) باندې خپل مثبت اغېز وښندي.

د GPE پروګرام ټولیز هدف:

د پوهنې لپاره د نړیوال ګډون موخه په متوازنه او عادلانه ډول ښوونې او روزنې ته د ټولو ماشومانو لاس رسی دی. دغه راز لومړنیو زده کړو ته لاسرسی پیداکول، د زده کوونکو پر وړاندې د ټولنیزو او سنتي موانعو له منځه وړل، د نجونو لپاره د زده کړو د مناسبو شراېطو برابرول او د ښوونې او روزنې د پراختیا په برخه کې د پوهنې وزارت د ظرفیتونو لوړول، ددې پروګرام له مهمو موخو څخه ګڼل کېږي.

د پوهنې لپاره د نړیوال ګډون پروګرام به یاد شوي څلور اهداف د خلکو په مرسته په ولسوالیو کې پلي کړي او دغه راز د ټولنې له خلکو او غیر دولتي موسسو (NGO’s) سره د ښوونې او روزنې په برخه کې د ټولنیزو کارکوونکو اړیکې او په بېلابېلو برخو کې د پوهنې وزارت د ظرفیتونو لوړول د (GPE) پروګرام د پلانونو یوه برخه ده.

په افغانستان کې دا پروګرام په ۳ کلونو (۲۰۱۲-۲۰۱۵) کې عملي کېږي، چې ۵۵،۷ میلیون امریکايي ډالره بودیجه لري.

په افغانستان کې د پوهنې لپاره د نړیوال ګډون موخې:

سیمې او ښوونځي:

  د پوهنې لپاره نړیوال ګډون د هېواد د ۱۳ ولایتونو ۴۰ ولسوالۍ تر خپل پوښښ لاندې نیسي،

  د ۱۰۰۰ بابه ښوونځيو د پیاوړتیا د پلان (SIP) ملاتړ کول،

  د ۲۱۰۰ محلي ټولګیو (CBE) جوړول،

  د چټکو زده کړو پروګرام (ALP) د ۸۰۰ ټولګيو جوړول،

  په ۶ زره جوماتونو کې د ۶ زره درسي ټولګیو جوړول او ددې جوماتونو ملا امامانو ته روزنه ورکول،

  د زده کوونکو پر مخ د تړلو ۳۰۰ ښوونځيو دروازې خلاصول،

زده کوونکي:

  په محلي ټولګیو کې به ۶۳ زره زده کوونکي، چې ۳۷ زره به یې نجونې وي، شاملې شي،

۱۴  • زره ښځينه زده کوونکې به د چټکو زده کړو له پروګرام څخه برخمنې شي،

  څه باندې ۵۴۳ زره برحال زده کوونکي به له دې پروګرام څخه ګټه پورته کړي،
 

ټولنې:

 ۱۲۰  •تنه ټولنیز کارکوونکي به په ولسوالیو کې استخدام او په خپلو سیمو کې به وروزل شي،

 ۱۳  •تنه ولایتي ټولنیز کارکوونکي به په ولایتونو کې استخدام او روزنه به ورکړل شي،

  ۱۵۰۰  تنه مشرانو او قومي مخور ته به د ښوونې او روزنې په اړه په ۱۳ ولایتونو کې روزنه ورکړل شي، څو په خپلو سیمو کې د ښوونځيو ملاتړ وکړي.
 

ښوونکي:

  په کلیوالي سیمو کې به ۳۰۰ ښځينه ښوونکې له خپلو محرمو سره د نجونو په ښوونځيو کې وګمارل شي او اړینه روزنه به ورکړل شي،

•  ۱۱ سوه ښځينه محلي ښوونکو ته به لازمه روزنه ورکړل شي، څو وکولای شي د خپلو سیمو په لومړنیو ښوونځيو کې تدریس وکړای شي،

د پوهنې لپاره نړیوال ګډون په افغانستان کې څلور لوی او مهم پروګرامونه طرحه کړي دي.

1.  په سیمه ییزه کچه د ښوونې او روزنې په اړه د خلکو د ظرفیتونو لوړول او د حکومتي سیستم پیاوړتیا،

2.  له مختلفو لارو چارو د ښوونیز نظام پیاوړتیا،

3.  په هغو سیمو کې د ښځينه ښوونکو ګمارل او روزل، چې د نجونو شمېر پکې کم وي

4.  د پوهنې وزارت د اداري سیستم چارې ساده او اسانه کول،
 

لومړی پروګرام

 په سیمه ییزه کچه د ښوونې او روزنې په اړه د خلکو د ظرفیتونو لوړول او د حکومتي سیستم پیاوړتیا

دغه پروګرام دوې مهمې موخې لري:

۱- د ټولنیزو کارکوونکو پر مټ د ښوونې او روزنې په هکله د خلکو او ټولنې پیاوړتیا،

۲- په ښوونځیو کې د ښوونې او روزنې د کیفیت لوړول،

1- د ټولنیزو کارکوونکو پر مټ د ښوونې او روزنې په هکله د خلکو او ټولنې پیاوړتیا

ددې پروګرام اصلي موخه د ټولنې  سیاسي، اقتصادي او کلتوري ستونزو ته د حل لارو چارو لټول او خلک د علم لاسته راوړلو ته هڅول دي.‎

دغه راز په لومړي پروګرام کې به خلک د زده کړې د لاسته راوړلو، له ښوونځيو په ځانګړي ډول       د نجونو له ښوونځيو څخه ملاتړ او په ښوونځيو کې د نجونو شمولیت ته هڅول کېږي.

لومړی هدف درې مهم او کلیدي فعالیتونه لري:

لومړی فعالیت: د ټولنیزو کارکوونکو په واسطه د دستورالعملونو او ښوونیزو موادو له لارې د خلکو هڅول، څو د ښوونځيو په ځانګړې توګه د نجونو د ښوونځيو ساتنه وکړي او د هغوی له ښوونې او روزنې څخه ملاتړ وکړي.

دویم فعالیت: د ښوونې او روزنې په ځانګړي ډول د نجونو د زده کړې په برخه کې د قومي مشرانو، دیني عالمانو، سپین ږیرو او سیاسي مخورو ملاتړ تر لاسه کول دي.

درېیم فعالیت: په ټول هېواد کې د پوهنې په ځانکړې توګه د نجونو د زده کړو په برخه کې د ارتباطي اهدافو پراختیا او پلي کول.

2-  په ښوونځیو کې د ښوونې او روزنې د کیفیت لوړول

ددې پروګرام اصلي موخه په ښوونځيو کې د زده کړو د اسانیتاو برابرول او د ښوونځيو د پیاوړتیا پروګرام (SIP ) په پلي کېدو کې د خلکو برخه اخیستل.

دغه راز د ښوونځيو د اداري سیستم پیاوړتیا، د ښوونځيو لپاره د نویو ودانیو د جوړلو له لارې د مناسب ښوونیز چاپیریال برابرول، حفظ الصحه، د پاکو اوبو برابرول او د باکیفیته زده کړو برابرول     د دویمې ستراتیژۍ اصلي موخې دي.

دویم هدف دوه کلیدي فعالیتونه لري:

لومړی فعالیت: د ټولنیزو کارکوونکو له لوري د ښوونځيو د اداري شوراګانو پیاوړتیا  او د ښوونځیو د پیاوړتیا پروګرام ( SIP) په اړه ددې شوراګانو رول او مسوولیتونه

دویم فعالیت: د ښوونځیو د پیاوړتیا پروګرام (SIP) په پلان کې د هر ښوونځي لپاره ۹۸۵۰$ امریکايي ډالره مالي مرسته تعین شوې، چې د ښوونځيو د پرېکړې پر اساس تصویبېږي.

ښوونځي کولای شي، دغه پیسې د زیربناو په جوړلو، د ښوونځي لپاره د انګړ د دیوالونو په جوړولو او د پاکو اوبو په برابرولو ولګوي.

د لومړي پروګرام د پلي کېدو لپاره ۱۴،۸ میلیونه امریکايي ډالره په پام کې نیول شوي، چې د (GPE) پروګرام ۲۷ سلنه بودیجه تشکیلوي.

دویم پروګرام

له مختلفو لارو چارو د پوهنې ملاتړ او پراختیا

چېرته چې د ښوونې او روزنې رسمي سیستم پاتې راشي او ونه شي کولای، چې ښوونیز خدمتونه سرته ورسوي؛ نو ددې سیستم پر ځای باید ځینې نورې لارې چارې ولټول شي. د دویم پروګرام هدف هم له مختلفو لارو لومړنیو زده کړو ته لاس رسی او پراختیا ده. دا پروګرام د ۳ مهمو تګلارو پر مټ عملي کېږي:

1-  د سیمه ییزو زده کړو یا کلیوالي ټولګیو پروګرام  (CBE) او د چټکو زده کړو پروګرام    (ALP)

2-  په جوماتونو کې د درسي ټولګیو جوړل (MBE)

3-  د بندو ښوونځيو خلاصول
 

1-  کلیوالي ټولګي او د چټکو زده کړو پروګرام

د کلیوالي ټولګیو یا سیمه ییزو زده کړو پروګرام (CBE) او د چټکو زده کړو پروګرام (ALP) د ښوونې او روزنې د پراختیا تر ټولو غوره لاره ده، چې تر اوسه یې د نجونو لپاره وړ ښوونیز خدمتونه وړاندې کړي دي. ددې پروګرام له لارې ډېری نجونو ته د زده کړې زمینه برابره شوې او دغه راز د سیمه ییزو زده کړو پروګرام په ډیرو ناامنه سیمو کې خپل فعالیتونه په بریالیتوب سره سرته رسولي او په دې برخه کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

دغه دوه مهمې موخې د لاندې درې فعالیتونو په مرسته پلې کېږي:

لومړی فعالیت: په هغو سیمو کې د چټکو زده کړو (ALP) او سیمه ییزو زده کړو (CBE) ټولګيو جوړل، چې لږ پام ورته شوی دی.

دویم فعالیت: د ښوونځي عمر د زده کوونکو په پېژندلو او د هغوی د نوم لیکنې په پروسه کې له ټولنیزو کارکوونکو سره د سیمې د خلکو مرسته

درېیم فعالیت: د ولسوالیو او ولایتونو په کچه ښوونکو ته د ښوونیزو ټولګیو جوړل او د وزارت د پالیسۍ مطابق هغوی ته معاش ورکول

2-  د جوماتونو  له لارې د ښوونې او روزنې پیاوړتیا

 

په سیمه ییزه کچه د ښوونې او روزنې د پراخیتا او ملاتړ لپاره له جوماتونو څخه د تعلیمي مرکزونو په توګه  ګټه اخیستل او په دې برخه کې له ملا امامانو او دیني عالمانو سره د اړیکو پیاوړي کول، ددې تګلارې مهمې موخې دي. په افغاني ټولنه کې ډېری میندې او پلرونه د زده کړو لپاره جوماتونو ته خپل ماشومان لېږي، چې دا تګلاره کولای شي د پوهنې په پیاوړتیا او پراختیا کې اغېزمنه واقع شي.

ددې پروګرام له مخې په جوماتونو کې ملا امامانو ته د پیداګوژي مضمون ( د ماشوم د ښوونې او روزنې فن ) او لومړنیو زده کړو مضامین هم تدریس کیږي. موخه دا ده، چې ماشومان لومړنیو زده کړو ته لاس رسی پیدا کړي او د درېیم ټولګي له فراغت وروسته په رسمي ښوونځيو کې شامل شي.
 

3-  د بندو ښوونځيو پرانیستل

لکه څنګه چې پوهنې وزارت په تېرو ۵ کلونو کې د خپلو منظمو پروګرامونو له لارې ۵۰۰ بند ښوونځي د زده کوونکو پر مخ پرانیستي، ددې پروګرام له لارې هم هڅه کیږي، چې له ۴۵۰ بندو ښوونځيو څخه ۳۰۰ بابه یې بېرته د زده کوونکو پر مخ پرانېستل شي.

په هر ناامنه ولایت کې د بندو ښوونځيو پرانېستل سربېره پردې چې ماشومان زده کړو ته لاس رسی پیدا کوي، پر ټولنه باندې هم مثبت اغېز ښندي او د خلکو عزم د خپلو ماشومانو د ښوونې او روزنې په برخه کې لا پیاوړی کوي.

یاد شوی هدف د لاندې دوه فعالیتونو په مرسته پلی کېږي:

لومړی فعالیت: د بندو ښوونځيو د پرانېستو لپاره د قومي مشرانو، سیاسي او مخورو کسانو هڅول،

دویم فعالیت: د بودیجې د " بېړني" صندوق جوړل، چې نوي پرانېستل شوي ښوونځي تر هغه مهاله ګټه ترې واخلي، ترڅو چې دغه ښوونځي په بشپړه توګه ملي سیستم ته شامل شي.
 

د دویم پروګرام د عملي کېدو لپاره ۱۷،۲ میلیونه امریکايي ډالره بودیجه په پام کې نیول شوې، چې د (GPE) پروګرام ۳۱ سلنه بودیجه تشکیلوي.
 

درېيم پروګرام

 په هغو سیمو کې د ښځینه ښوونکو ډېرول، چې نجونې پکې له زده کړو بې برخې دي.

 

په ناامنه او لرې پرتو سیمو کې د ښځینه ښوونکو ډېروالی د پوهنې لپاره د نړیوال ګډون د درېیم پروګرام په لومړیتوبونو کې راځي. د لرې پرتو سیمو په ښوونځیو کې د نجونو ډېروالي ته په پام سره ویلی شو، چې د ښځینه ښوونکو له نشتوالي سره مخ دي. د درېیم پروګرام له لارې هڅه کېږي، چې د ناامنه او لرې پرتو سیمو په ښوونځيو کې ښځینه مسلکي ښوونکې استخدام شي، چې د نجونو په شمېر کې زیاتوالی راشي او دغه راز د باکیفیته زده کړو زمینه ورته برابره شي.
 

درېیم پروګرام د ۳ تګلارو پر مټ عملي کېږي:

1-  د کلیو او ولسوالیو په کچه د ښځينه ښوونکو لپاره د ټولنیز ملاتړ پراختیا

په دې برخه کې هڅه کېږي، چې خلک د ښځينه ښوونکو لپاره په خپلو سیمو کې د تدریس اسانتیاوې برابرې کړي، تر څو دوی وکولای شي د لرې پرتو او ناامنه سیمو په ښوونځيو کې تدریس وکړي.
 

2-  له ښارونو څخه ولایتونو ته د ښځينه ښوونکو لېږل او د هغوی روزل

دا تګلاره د دوه فعالیتونو په مرسته عملي کېږي:

لومړی فعالیت: د ښځینه مسلکي ښوونکو استخدامول، روزل او له شرعي محرم سره ناامنه سیمو ته د هغوی استول

دویم فعالیت: د رسمي سیستم پلي کول، چې له مخې یې ښځینه ښوونکې له پوهنې وزارت سره درې کلن قرارداد کوي او په کافي اندازه معاش هم ورکول کیږي.
 

3-  په سیمه ییزه کچه د ښځینه ښوونکو د استخدام او روزلو په موخه  د یو سیستم طرحه  او پراختیا

دا برخه په دوه فعالیتونو کې عملي کېږي:

لومړی فعالیت: د لوړ عمر لرونکې نجونې به د ښوونکو په توګه وروزل شي، چې د خپلو سیمو د ښوونځيو په ابتدایه دورو کې درس ورکړای شي. دغه ډلې نجونې به د چټکو زده کړو د پروګرام له لوري په ګوته شي.

دویم فعالیت: د یو تخنیکي سیستم طرحه کول، چې له مخې به یې ښوونکي استخدام او د کاري استقامت جواز به پیدا کړي. دغه پروسه به په دوامداره توګه دوام ولري او د پوهنې وزارت چوکاټ ته به داخله شي.
 

د درېیم پروګرام لپاره ۱۶،۴ میلیونه امریکايي ډالره بودیجه ځانګړې شوې، چې د پوهنې لپاره د نړیوال ګډون  (GPE) ۲۹ سلنه بودیجه تشکیلوي.

څلورم پروګرام

 د پوهنې وزارت د اداري سیستم ساده او اسانه جوړول

ددې پروګرام اصلي موخه د پوهنې وزارت د پروګرامونو، پلانونو او پلان شویو اهدافو پیاوړتیا ده. په ځانګړې توګه د څلورم پروګرام له لارې هڅه کېږي، چې په سیمه ییزه کچه د وزارت د پروګرامونو ظرفیت لوړ شي.

څلورم پروګرام ۳ برخې په بر کې نیسي:
 

1-  د تګلارو بیا کتنه او پیاوړتیا

2-  د پلانونو او نظارت په برخه کې د پوهنې وزارت د ظرفیت لوړول

3-  په پوهنې وزارت کې د مدیریت، همغږۍ او ټولنیزو سرچینو پیاوړتیا
 

1-  د تګلارو بیا کتنه او پیاوړتیا

دا برخه د دوه فعالیتونو پر مټ عملي کېږي:

لومړی فعالیت: د معیارونو د علمي شورا د مدیره هیت (ACBS)  پیاوړتیا، څو پوهنې وزارت ته د پالیسیو او تګلارو د پیاوړتیا په برخه کې مسوول وي. د اهدافو پراخیتا او بیا کتنه، په دندو کې روڼتیا، د طرزالعملونو تعریف او ځينې نورې دندې د یوې مسوولې ادارې په توګه د  معیارونو د علمي شورا د مدیره هیت (ACBS)  پر غاړه دي.

دویم فعالیت: د پوهنې لپاره د نړیوال ګډون (GPE) د درې لومړیتوبو پر پیاوړتیا سربیره، ځينو نورو اهدافو، تګلارو او طرزالعملونو ته هم پراخیتا ورکوي، چې په لاندې ډول دي:

 ټولنیز کارکوونکي ۲- له ښوونځيو نظارت ۳- له بیلابیلو لارو چارو د پوهنې پیاوړتیا او پراختیا او باکیفیته زده کړو ته لاس رسی ۴- د ښځینه ښوونکو ډېروالی او د هغوی د ظرفیتونو لوړول، څو نجونو ته د باکیفیته زده کړو اسانتیاوې برابرې شي.
 

2-  د پلانونو او نظارت په برخه کې د پوهنې وزارت د ظرفیت لوړول

لومړی فعالیت: په دې فعالیت کې د ولایتونو د پوهنې ریاست د کارکوونکو لپاره د پلان جوړولو او مدیریت په برخه کې د وړو ښوونیزو پروګرامونو وړاندې کول شامل دي. دغه ښوونیز پروګرامونه د یونسکو د پلان جوړونې له انستیتیوت سره په همغږۍ جوړېږي، چې د پرمخ وړلو لپاره به یې په ولایتي کچه روزونکي وګمارل شي. دغه راز به د پوهنې وزارت برحاله کارکوونکو ته ښوونیز پروګرامونه هم جوړ شي.

دویم فعالیت: د ښوونې او روزنې د معلوماتي او اداري سیستم پیاوړتیا، چې وکولای شي په ولایتي او سیمه ییزه کچه د ښوونځيو نظارت او ارزیابي وکړي.
 

3-  د پوهنې په وزارت کې د مدیریت، همغږۍ او ټولنیزو سرچینو پیاوړتیا

دغه ستراتیژي د پوهنې لپاره د نړیوال ګډون د همغږۍ او انسجام د برخې له لوري د پوهنې وزارت د مقام د دفتر تر لارښوونې لاندې پلې کېږي. د پوهنې لپاره د نړیوال ګډون د همغږۍ او انسجام څانګه به د وزارت دننه او د بهرنیو مرستو په راجلبولو کې د رهبرۍ او همغږۍ رول په غاړه ولري.

 

د څلورم پروګرام د عملي کېدو لپاره ۷،۴ میلیونه امریکايي ډالره بودیجه په پام کې نیول شوې، چې د (GPE)  پروګرام ۱۳ سلنه بودیجه تشکیلوي.