د پروګرام غړیتوب

افغانستان د ۲۰۱۱ م کال په مارچ کې د پوهنې لپاره د نړیوال ګډون غړیتوب ترلاسه کړ، چې د هېواد د پوهنیز نظام لپاره لویه لاسته راوړنه او له معارف سره د نړیوالې ټولنې ملاتړ څرګندوي. د پوهنې لپاره نړیوال ګډون د افغانستان د ښوونیز نظام د پیاوړتیا او پراختیا په برخه کې یو لوی ګام دی، چې موخه یې زده کړو ته د ټولو ماشومانو لاس رسی او د ښوونې او روزنې په برخه کې د کاري ظرفیتونو لوړول دي.‎
 
د (GPE)  پروګرام غړیتوب ته د ۲۰۱۱ په سپټمبر کې پیشنهاد وړاندې شو، چې د مراحلو له بشپړېدو وروسته ددې پروګرام د مالي کمیټې (FAC) له لوري د ۲۰۱۱ په نوامبر کې منظور او د تایید وړ وګرځید.
 
د پوهنې لپاره نړیوال ګډون په افغانستان کې د دریو کلونو (۲۰۱۲-۲۰۱۵) په لړ کې پلی کېږي، چې موخه یې          د ښوونې او روزنې په روان بهیر او د پوهنې په منځمهالي پلان (EIP) فعال او مثبت تاثیر درلودل دي. د پوهنې منځمهالی پلان په ۲۰۱۱ کال کې د مرسته کوونکو هیوادونو له لوري، چې مشري یې کاناډا، ډنمارک او د امریکا د متحده ایالتونو پراختيايي ادارې USAID کوله لاسلیک شو او وروسته د نورو ۱۶ مرسته کوونکو هېوادونو له لوري هم لاسلیک شو. ددې پلان له منظورۍ وروسته  افغانستان د پوهنې لپاره د نړیوال ګډون غړیتوب تر لاسه کړ او ددې پروګرام  ۴۴ م غړی شو، چې د مدیره هیت مشري هم د ۲۰۱۲ کال په لومړیو کې افغانستان ته ورکړل شوه او د افغانستان د پوهنې وزیر ښاغلی فاروق وردګ د ختیځې اروپا، منځني ختیځ او مرکزي آسیا د هېوادونو استازیتوب پر غاړه لري.