د افغانستان پوښښ

 
د پوهنې لپاره نړیوال ګډون د هېواد د ۱۳ ولایتونو (بادغیس، دایکنډی، فراه، هلمند، غور، کندهار، خوست، نیمروز، نورستان، پکتیا، پکتیکا، ارزگان او زابل) ۴۰ هغه ولسوالۍ، چې ډېر شمېر نجونې او هلکان پکې د امنیتي ګواښونو، له ښوونځيو لرې والي او ګڼو نورو اقتصادي او جغرافیوي ستونزو سره مخ دي، تر خپل پوښښ لاندې نیولې دي. په دغو سیمو کې هڅه کېږي، چې پوهنه د ټولو لپاره (EFA) موخو ته د رسېدو لاره لنډه شي.
پر دې سربېره ددې پروګرام له لارې هڅه کېږي، چې د لرې پرتو او ناامنه سیمو په ښوونځيو کې جنسیتي انډول رامنځته کړي او له دې لارې ډېری له ښوونځي محرومو نجونو ته د زده کړو اساتیاوې برابرې کړي.