د لوګر د پوهنې ریاست نوېو ټاکل شوېو مرستیالانو خپلې دندې پیل کړې

د لوګر ولایت د پوهنې ریاست درېیو تنو نوېو مقرر شوېو مرستیالانو د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې خپلې دندې په رسمي ډول پیل کړې.
په دې تړاو جوړو شوېو مراسمو کې د پوهنې رئیس مولوي جنت ګل عزیز په ګډون د دغه ریاست پخوانیو او نوېو مرستیالانو، د پوهنې ښاري آمر مولوي ضیاء الحق ملنګ او کارکوونکو برخه اخیستې وه.
په نوېو ګومارل شوېو مرستیالانو کې د عمومي زده کړو مرستیال مولوي عبیدالله هشام، د اسلامي زده کړو مرستیال صدیق الله عزیزي، د مالي او اداري چارو مرستیال محمد عارف معاذ شامل دي، چې د پوهنې وزارت له خوا نوي په دندو ګومارل شوي دي.
د لوګر د پوهنې رئیس مولوي جنت ګل عزیز د خپلو مرستیالانو د معرفي کولو پر مهال وویل، چې نوي ګومارل شوي مرستیالان د پوهنې په برخه کې د ډېرو کلونو ښه تجربه لري.
هغه له نوېو ګومارل شویو مرستیالانو غوښتنه وکړه، چې خپل هېواد او بیا لوګر ته ښه خدمت وکړي او د پوهنې د ودې او پرمختګ لپاره پراخې هلې ځلې وکړي.