د لوګر په ښوونځیو کې ۵۶۴ حق الزحمه ښوونکي ګومارل کېږي
د لوګر د پوهنې ریاست په خپلو ښوونځیو کې د ۵۶۴ نارینه او ښځینه حق الزحمه ښوونکو د ګومارنې لپاره ازموینه واخېسته.
د یادې ازموینې د پیل په مراسمو کې د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال، تدریسي مرستیالې مینه سادات او د پوهنې یو شمېر نورو چارواکو برخه لرله.
یاده ازموینه د پوهنې وزارت د لارښوونې له مخې واخېستل شوه، چې پایلې به یې د راتلونکې اوونۍ په پیل کې اعلان شي.
په دې ازموینه کې د ۲۹۷ میرمنو تر څنګ ۱۵۸۵ کسانو ګډون کړی وو،چې له ډلې به یې ۵۶۴ تنه د حق الزحمې ښوونکو په توګه پر دنده وګومارل شي.
د لوګر د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال د ازموینې د پیل په مراسمو کې وویل، چې دغه ښوونکي په ښوونځیو کې د ښوونکو کمښت ستونزې هوارولو په موخه استخدامیږي.
د پوهنې رئیس زیاته کړه، چې د دغو ښوونکو په ګومارلو سره به په ښوونځیو کې د ښوونکو د کموالي ستونزه تر ډېره حل شي.
لوګر دا مهال ۲۷۴ ښوونځي لري،چې ډېری ښوونځي د کافي تشکیلاتو د کموالي له امله د ښوونکو له کمښت سره مخ دي.
په یادو ښوونځيو کې ټول ټال ۳۵۴۷ رسمي ښوونکي پر دندو بوخت دي، چې شاوخوا ۵۳۰ یې ښځینه ښوونکې دي.
د یادونې وړده،چې تېرکال هم د لوګر په ښوونځیو کې ۴۵۰ تنه حق الزحمه ښوونکي پر دندو ګومارل شوي وو.