لجه منګل ولسوالۍ کې د ۳۹ میلیونه افغانیو په ارزښت دوو ښوونځيو ته نوې ودانۍ جوړېږي

atayee
شنبه ۱۳۹۷/۱۲/۱۸ - ۱۱:۳۳
moe

د پکتیا ولایت د لجه منګل ولسوالي کې  د پتکي او تو شنک لیسو د نویو ودانیو د جوړېدو چارې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.

د پکتیا د پوهنې رییس استاد کوچي ځاځي د یادو ښوونځيو د بنسټ ډبرې ایښودو په تړاو جوړو شویو مراسمو کې ټینګار وکړ، چې ددې ولایت ټولو زده کوونکو ته به د باکیفیته او متوازنو زده کړو آسانتیاوې برابرې کړي .

ښاغلي ځاځي زیاته کړه، د همدې هلو ځلو په ترڅ کې نن د لجه منګل په ولسوالۍ کې د دو ښوونځيو د بنسټ ډبرې کېښودې، چې شاوخوا ۳۹ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي. چې د پتکي ښوونځي ودانۍ به ۱۴درسي ټولګي او تو شنک ښوونځي ودانۍ به ۱۰ درسي ټولګي او نورې اړوندېتولې ښوونیږي آسانتیاوي ولري.
د پوهنې رییس د سیمې خلکو ته په خبرو کې ډاډ ورکړ، چې ددې ولایت د زده کړو ته ځانګړې پاملرنه کوي او موخه یې داده، چې ټول ماشومان په مساوي ډول زده کړو ته لاسرسی ومومي.

ښاغلي ځاځي له یادو مشرانو وغوښتل، چې د ښوونیزو مرکزونو ساتلو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د یوې ښې راتلونکې په موخه خپل ماشومان ښوونځيو ته واستوي

 

د لجه منګل ولسوالۍ قومي مشرانو هم د یادو ښوونځيو د رغنیزو چارو له پیل خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه، چې د پوهنې د ودې او پیاوړتیا لپاره له معارف سره هر ډول مرستې او همکارۍ ته چمتو دي

 

 

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۳۹۸/۱/۴ - ۱۴:۱۸
Background image

با نواختن زنگ مکتب سال تعلیمی  در ولایت پنجشیر آغاز شد

​​​​​​​ریاست معارف ولایت پنجشیر با نواختن زنگ مکتب آغاز سال تعلیمی را تجلیل نمودند. درمحفل که به همین مناسبت در ولســـــوالی عنابه بـــرگزار شــــــــده بود محترم انجنیرکمال الدین. . .

یکشنبه ۱۳۹۸/۱/۴ - ۱۱:۴۹
Background image

سال تعلیمی با نواختن زنگ مکتب در ولایت هرات آغاز شد

سال تعلیمی 1398 در معارف هرات  با نواخته شدن نمادین زنگ مکتب توسط والی و رئیس معارف هرات آغاز شد. در محفلی که بدین مناسبت در تالار مولانا جلاالدین محمد بلخی تدویر گر دیده بود...

شنبه ۱۳۹۸/۱/۳ - ۱۴:۵۳
Background image

همزمان با آغاز سال تعلیمی صورت گرفت، خوشآمدگویی دکتر "بلخی" به شاگردان جدیدالشمول لیسه عالی "شهید احمد شاه مسعود"

​​​​​​​وزارت معارف- کابل: دکتر "محمد میرویس بلخی" وزیر معارف همزمان با آغاز سال تعلیمی به لیسه عالی "شهید احمد شاه مسعود" رفت و حضوری به شاگردان جدیدالشمول خوشآمد گفت...

بازگشت به اخبار