پوهنې وزیر د سید جمال الدین افغان ښوونکو روزني څخه په لیدنه کې، د ښوونکو روزنې نصاب پر بیا کتنې ټينګار وکړ
پوهنې وزارت- کابل: د پوهنې وزیر ډاکترمحمدمیرویس بلخي د سیدجمال الدین ښوونکو روزنې څخه په لیدنه کې، د ښوونکو روزنې نصاب له بیاکتني څخه خبر ورکړ.
دا لیدنه چې نن ورځ تر سره شوه، ډاکتر بلخي د سید جمال الدین افغان ښوونکو روزنې له ټولګیو او دپارتمنتونو څخه لیدنه وکړه او د زده کړیالانو حالت او د زده کړو خدمتونو کیفیت يې وڅيړه.
پوهنې وزیر همدارنګه د یاد دارلمعلمین له مختلفو برخو څخه لیدنه وکړه او د میزونو او څوکیانو جوړونې سیار ټيم په استولو او د سید جمال الدین افغان نا تمام شوي اداري کمپلکس حالت جدي څيړنې په موخه لازمي لارښوونې ورکړې.
د سید جمال الدین افغان ښوونکو روزنې رئیسې حمیرا جلالزۍ په دې لیدنه کې شته ستونزې د پوهنې له وزیر سره شریکې کړې.
همدارنګه د ښوونکو روزنې استادانو د دې لیدنې په دوام کې د دارلمعلمینونو ستونزو د حل په موخه د پوهنې وزیر له هڅو ستاینه وکړه.