د لوګر د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال په دوو دولتي ادارو کې د سواد او حرفوي زده کړو له درېیو کورسونو څخه لیدنه وکړه.
په لیدل شویو کورسونو کې د کار او ټولنیزو چارو په ریاست کې د حرفوي او سواد آموزی او دغه راز د پل علم په ښاروالۍ کې د سواد آموزی کورسونه شامل دي.
د کار او ټولنیزو چارو ریاست د سواد آموزی او حرفوي زده کړو په کورسونو کې شاوخوا ۶۰ میرمنې په زده کړو بوختې دي.
د پل علم ښاروالۍ د سواد آموزی په کورس کې بیا ۲۰ کسان د لیک لوست زده کړې کوي، چې ټول د همدې ادارې خدماتي کارکوونکي دي.
یاد کورسونه ۵ میاشتې مخکې د پوهنې ریاست د لیک لوست زده کړې آمریت له خوا فعال شوي، چې د راتلونکې قوس میاشتې تر پایه به دوام وکړي.
د لوګر د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال له نوموړو کورسونو څخه د لیدنې پر مهال وویل، چې سږ کال یې د نالوستو لپاره د لیک لوست ۲۳۳ کورسونه فعال کړي.
هغه زیاته کړه،چې په نوموړو کورسونو کې د ۱۰۶۰ میرمنو په ګډون ۲۹۳۲ نالوستي کسان د لیک لوست زده کړې کوي.
ها خوا د لوګر د پوهنې ریاست د لیک لوست سرپرست آمر محمد عظیم ستانکزی وایي، چې یاد کورسونه ټول فعال دي او دوی ترې وخت په وخت نظارت کوي.
د یادونې وړده،چې د لوګر د پوهنې رئیس له دې مخکې هم له دولتي او خصوصي ښوونیزو مرکزونو څخه نظارت کړی دی.