پوهنې وزیر داکتر بلخي د امام ابوحنیفه (رح) هلکانو دارالعلوم څخه د لیدنې په ترڅ کې د یاد دارلعلوم د زده کړې حالت وڅیړه
پوهنې وزارت- کابل: پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي د کابل ولایت بګرامې ولسوالۍ د امام ابوحنیفه (رح) هلکانو دارالعلوم څخه د لیدنې په ترڅ کې د یاد دارالعلوم ښوونیز حالت له نژدې وڅيړه.
په دې لیدنه کې پوهنې وزیر د یاد دارالعلوم له ټولګیو او لیلیې څخه د لیدنې تر څنګ له مدیر،استادانو او زده کړیالانو سره هم خبرې وکړې.
ډاکټر بلخي د افغانستان دیني مرجعیت د نوي کیدو پر اړتیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د عصري علومو ترڅنګ، پوهنې وزارت دیني علومو ته جدي او مساوي پاملرنه لري.
د یادونې وړ ده چې د امام ابوحنیفه (رح) هلکانو دارالعلوم د کابل ولایت په بګرامي ولسوالۍ کې موقعیت لري چې ۲۳۰۰ زده کړیالان او ۴۲ استادان لري.
همدارنګه د یاد دارالعلوم په لیلیه کې ۶۰۰ زده کړیالان اوسیږي.