د پوهنې وزارت د کارکوونکو روغتیایي معاینه ترسره او په کاري دفترونو باندې د مکروب ضد درمل وپاشل شول

media-moe
Wed, Mar 25 2020 11:30 AM
چک صحی کارمندان و ضد عفونی سازی شعبات وزارت معارف

پوهنې وزارت_کابل:د پوهنې وزارت مشرتابه په لارښوونه او د کارکوونکو سلامتي او روغتیا ساتنې او د کووید-۱۹ وژونکي ناروغۍ د خپریدو او مخنیوي په موخه نن سهار د پوهنې وزارت کارکوونکي د یاد وزارت د روغتیايي ریاست طبي پرسونل له لوري روغتیایي معاینه شول او په ټولو دفترونو او څانګو باندې د مکروب ضد درمل وپاشل شول.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د هیواد د عامي روغتیا وزارت سره په مشوره د هیوادوالو د روغ ساتلو په موخه عاجل وقایوي اقدامات لکه د کارکوونکو د کاري وخت راکمول،د لوړو زده کړو او ښوونیزو بنسټونو او مرکزونو رخصت کول او د ۵۸ کلونو څخه پورته عمر لرونکو او امیدوارو میرمنو رخصت کول او د تجمعاتو منع کول او داسي نور اقدامات یې ترسره کړي دي.

د ولایتونو پوهنې ریاستونو ته هم لارښوونه کیږي ترڅو د مکروب ضد مواد وپيري او د کووید-۱۹ ناروغۍ د خپریدو او مخنیوي په موخه په خپلو ټولو ادارو د مکروب ضد درمل و پاشي.

Latest news

Fri, Jul 31 2020 6:00 AM
Background image

Eid Greetings

On behalf of the Ministry of Education of the Islamic Republic of Afghanistan, I would like to extend my heartfelt greetings on the special occasion of Eid-Ul-adha.

May we celebrate. . .

BACK TO NEWS