بګرامۍ ولسوالۍ کې یو نوی ښوونځی پرانیستل شو
پوهنې وزارت، کابل : د کابل ولایت د پوهنې ریاست په وړاندیز او د پوهنې وزارت د مشرتابه په منظورۍ د کابل ولایت بګرامي ولسوالۍ کې د ادیبانو لومړنی ښوونځی د یاد ولایت د پوهنې رئیس محمد عظیمي، اولسي جرګه کې د خلکو استازي الله ګل مجاهد، د ولایتي شورا رئیس رحیم الله مجاهد، قومي مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو په ګډون سره پرانیستل شو او په کار یې پیل وکړ.
د کابل ولایت د پوهنې رئیس محمد عظیمي د نوموړي ښوونځي پر پرانیسته خوښي څرګند کړه او د سیمې له وګړو یې غو ښتنه وکړه، چې خپل ماشومان ښوونځیو کې شامل کړي.