ننگرهار کې زده کوونکو د سید الشهدا پر ښوونځي شوی خونړی برید په کلکه وغنده
پوهنې وزارت، ننګرهار: د ننګرهار ولایت د بیلابیلو ښوونځیو یو شمیر زده کوونکي د دوی د هم قطارانو په استازیتوب په یوې خبري ناسته کې، د کابل ښار په دیارلسمه حوزه کې د سید الشهدا لیسې دروازې ته څېرمه، د شنبې ماښام شوی برید، چې د یاد ښوونځي ګن شمیر زده کوونکي شهیدان او ټپیان کړل، په کلکه وغنده او دا عمل یې د اسلام او بشریت ضد عمل وباله.
دوی په ښکیلو خواو غږ وکړ چې شته ستونزې دې د خبرو او تفاهم له لارې ټولې مسلې حل کړي ، که چیرې دا کار شونې نه وي، نو دوی باید په ښوونځیو او تعلیمي مرکزونو بریدونه و نه کړي چیرې چې ماشومانو ته علم او پوهه ورښوول کیږي.
یادو زده کوونکو د شهیدانو او ټپیانو کورنیو سره خپله غمرازي او خواخوږي څرګنده کړه او د شهیدانو پاک روح ته یې دعا وکړه.