د بغلان په پارک شمرق عالي لېسه کې د شاګردانو لپاره د ساینس زده کړو پروګرام کلپ پرانیستل شو

د بغلان پوهنې رئیس مولوي محمد نورعزیزي لخوا په پارک شمرق عالی لیسه کې د ساینس تجربو پروګرام کلپ د یادی لیسی د ښوونکو او زده کوونکو په شتون کې پرانستل شو.
د یادونې وړه ده چې یاد ساینس کلپونه له درې کالو راهيسې، د آقاخان دفتر په مالي او تخنیکي مرستو د بغلان د پوهنې ریاست د ساینس او تکنالوژي آمریت تر څارنې لاندې په څلور ولسوالیو (خنجان، دوشي، پلخمري ښار او مرکزي بغلان) کې فعالیت لري.
د ساینس کلپ ځانګړو زده کونکو د پارک شمرق په لیسه کې په خپل لاس جوړ شوي ساینسي او تجربوي توکي، د پوهني رئیس، ورسره مل پلاوی د آقاخان دفتر استازو، ښوونکو او زده کوونکو تر مخ نمایش ته وړاندي کړل، چي د پوهنې د رهبري له تشویق او تحسین سره مخ شول.
د پوهنې رئیس د اقاخان دفتر د تعلیم او تربیې څانګې مسوول څخه مننه وکړه او همدارنګه تعلیمی پروګرامونه یی د شاګردانو د ذهن د روڼتیا په خاطر ګټورې و ګڼلې او په پاي کې يې د اقاخان دفتر له استازی څخه غو ښتنه وکړه چې د پوهنې ریاست سره په تعلیمي بخه کې تل همکار پاتې شي.