د ولایتونو پوهنې کړنو ته لنډه کتنه

غزني
د پوهنې په برخه کې یو همکار بنسټ، د غزني ولایت رشیدانو ولسوالۍ اړوند د حسین خېلو لېسې لپاره د ۲ میلیونه او ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت، د ښوونیزو او اداري توکو مرسته وکړه.
نیمروز
د نيمروز ولايت پوهنې رياست له راستنېدونکو زده کوونکو څخه سامع آزموینه واخيسته.
ټاکل شوې ده، چې یاد زده کوونکي به د بېلابېلو ښوونځیو له نهم څخه تر دولسم ټولګي پورې د زده کړو د بشپړولو په موخه شامل شي.
هلمند
د هلمند ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد عوض انصاري، په مرکز لښکرګاه ښار کې د دارالعلوم نعمانیه او مظهریه دارالحفاظ له کړنو څخه څارنه وکړه.
لوګر
د علي عمر خیریه بنسټ، په لوګر ولایت کې د دشت بهاري ښوونځي په انګړ کې ۴۵ متره ژوره څاه وکینده او په پایله کې یې د پاکو اوبو د نشتوالي له امله د یادې لېسې د ۴۰۰ تنو زده کوونکو ستونزې هوارې شوې.
هرات
د هرات ولایت پوهنې ریاست د یو همکار بنسټ په مالي مرسته، د مرکز او انجیل ولسوالۍ د ښوونځیو ۳۶ زره ۱۴۰ تنو زده کوونکو او ښوونکو ته، د یو زره ۸۰۶ بستو درسي موادو او ۱۹۰ بستو تدریسي توکو وېش بهیر پیل کړ.