د پوهنې وزارت خبرتیا
(د زابل ولایت پوهنې ریاست)
د زابل ولایت پوهنې ریاست د یاد ولایت په شاه جوی، ارغنداب، شهر صفا، سیوري او نوبهار ولسوالیو کې د ۱۷ بابه مدارسو او ښوونځیو دودانیو د ترمیم او بیارغونې قراداد، د سیدولي صادیقي ساختماني او سړک جوړونې شرکت سره لاسلیک کړی دی.
هغه حقیقي اشخاص چې د دې قرارداد په اړه کوم اعتراض لري، کولی شي د همدغې خبرتیا له خپریدو وروسته د ۷ ورځو په اوږدو کې د تدارکاتو قانون د (۵۰) مې مادې د حکم پر بنسټ، خپل اعتراضونه له دلایلو سره په لیکلې بڼه د زابل پوهنې ریاست د تدارکاتو مدیریت ته وسپارئ.