د کابل ښار په اوولسمه تعلیمي حوزه کې یو ابتدائیه ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړېږي

atayee
Wed, May 15 2019 2:05 PM
د کابل ښار په اوولسمه تعلیمي حوزه کې یو ابتدائیه ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړېږي

د کابل ښار په ۱۷ مې تعلیمي حوزې کې د شهرک صفا ابتدائیه ښوونځي د نوې ودانۍ د جوړېدو چارې د پوهنې وزارت د نصاب د پراختیا او د ښوونکو د روزنې معین آغلي مرجان متین، د کابل ښار د پوهنې رییس داکتر احمد ضمیر گوارا، قومي مشرانو او په المان کې د افغان رضا کارو ښځو د تولنې استازو او انجنیرانو په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې. 
د کابل ښار د پوهنې رییس احمد ضمیر گوارا په دې تړاو په مراسمو کې د ښوونځي له جوړېدو خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه، چې په کابل ښار کې به د ښوونیز نظام د ودې او پیاوړتیا لپاره جدي هلې ځلې وکړي. 
یاد ښوونځي د تولنې د خلکو په مرسته په پاخه او اساسي ډول نوې ودانۍ جوړېږي، چې ۲۴ درسي ټولګي، احاطوي دېوال، د ابو څښلو څاه، عصري تشنابونه او نورې اړوندې ټولې اسانتیاوې به ولري.
ددې ودانۍ له جوړېدو سره به ۶۰۰ تنو زده کوونکو ته د زده کړو خوندي تدریسي چاپېریال برابرېږي.