د حضرت علي نجونو ښوونځي ته د ۶۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د درې پوړېزې ودانۍ چارې پیل شوې

media-moe
پنجشنبه ۱۳۹۹/۲/۱۸ - ۱۵:۱۷
د حضرت علي نجونو ښوونځي ته د ۶۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د درې پوړېزې ودانۍ چارې پیل شوې

د پوهې وزارت پکتیا: د پکتیا ولایت په سید کرم ولسوالی کې د حضرت علي نجونو ښوونځي د ودانۍ جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د بنسټ ډبرې اېښودلو په دې مراسمو کې د پکتیا والي شمیم خان کټوازي، د پوهنې رئیس استاد کوچي ځاځي، د ښارجوړونې رئیس محمدالرحیم افغان، د ولایتي شورا رئیس عبدالمالک مجاهد ځاځي او وکیلانو تاج محمد منګل، ایوب خان غروال، دیني علماوو، قومي مخورو، ځوانانو او د سیمې خلکو ګډون کړی وو.

دا ودانۍ چې درې پوړه به وي د معلوماتي خونې سربیره، د ساتونکي خونه، د لمريزې برېښنا سيستم، اوبو ذخيره، احاطوي دېوال، دېرش عصري تشنابونه، ګودام، کتابتون، نهه اداري خوني او دوه ويشت درسي خوني ولري.

د پکتیا والي شمیم خان کټوازي په همدې مناسبت خبرو کې وویل: پوهنیز پرمختګ ته لومړیتوب ورکوو، د نورو روانو پروژو تر څنګ به ددې لویې پروژې څخه وخت پر وخت نظارت وشي.
همدارنګه د پوهنې رئیس استاد کوچي ځاځي زیاته کړه چې د پوهنې له اړخه په ځانګړي ډول په ودانیزه برخه کې سږ کال بې ساری دی، هدف مو دا دی چې یو وخت په دې ولایت کې سل سلنه د ودانیو کمښت ستونزه حل شي.
نوموړي وړاندې زیاته کړه: له تاسې ټولو مو هیله ده، د پوهنې له دې سپیڅلي کاروان سره مرسته وکړئ، زه له ټولو اړخونو مننه کوم چې په دې برخه کې له مونږ سره همکاري او مرسته کړې.

د یادولو وړ ده چې، ددې ودانۍ چارې به د ښار جوړونې او د ځمکو وزارت لخوا تقريبا په يو نيم کال کې بشپړېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۳۰ - ۱۲:۳۲
Background image

گشایش یک باب مدرسه دینی در ولایت غزنی

یک باب مدرسه دینی به نام رشد العلوم روحانیه در روستای سپین کاریز ولسوالی رشیدان ولایت غزنی اعمار به بهره برداری سپرده شد.
این مدرسه به ‌‌کمک مالی تاجران، افراد خیر و  مردم محل به ارزش. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۳۰ - ۱۲:۲۵
Background image

خلاصه چند خبر از معارف ولایات

بغلان:
کار ترمیماتی مدرسه سیدلولو ولسوالی اندراب ولایت بغلان آغاز گردید. این پروژه که شامل ترمیم سقف های صنوف درسی، دروازه ها، کلکین ها و برخی قسمت های  تخریب شده مدرسه میباشد، به کمک و. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۳۰ - ۱۲:۱۷
Background image

بهره برداری یک باب مکتب در ولایت لوگر

کار ترمیماتی لیسه کتب خیل در ولسوالی محمد آغه ولایت لوگر تکمیل و به بهره برداری سپرده شد.
در مراسم گشایش لیسه متذکره، علاوه از مسئولین ریاست معارف آن ولایت،علماء و بزرگان قومی نیز حضور. . .

بازگشت به اخبار