د لسانس، ماسترۍ او دکتورا دورو له محصلانو سره د څېړنيزې همکارۍ خبرتيا!
د پوهنې د علمي شورا د دارالانشاء رياست د پوهنې د پاليسيو د شننې ، پرمختيا او سمون په منظور په پام کې لري په هېواد کې د ټولو شته ظرفيتونو په ځانگړې توگه د لسانس، ماسترۍ او دکتورا دورو د محصلينو له مونوگرافونو او څېړنيزو رسالو څخه گټه واخلي. په دې هکله د پوهنې د علمي شورا د دارالانشاء رياست چمتو دی، له محترمو محصلينو سره د پوهنې لومړيتوبونو ته په پام سره د هغوی د مونوګرافونو او څېړنيزو رسالو د سرليکونو په ټاکلو کې همکاري وکړي. نو محصلين کولای شي د خپلو مونوگرافونو او څېړنيزو رسالو د سرليکونو د ټاکلو لپاره په لاندې پته مراجعه وکړي.
پته: د بهرنيو چارو وزارت سرک، داودزي سوداگريز مرکز ته مخامخ، گلبهارسنټر، اتم پوړ، د پوهنې د علمي شورا د دارالانشاء رياست.
د اړيکې شمېرې: ۰۷۴۴۱۲۵۲۹۰- ۰۷۷۱۹۴۴۰۴۱
برښناليک: amirnazari47@yahoo.com