د علمي آثارو، نوښتگرو او رغنده طرحو او تجربو د درناوي په هکله د پوهنې وزارت خبرتيا

Ac-Co

ټولو زده کوونکو، ښوونکو، کارکوونکو، مديرانو او د ښوونې او روزنې د ډگر نورو فعالينو ته خبر ورکول کېږي، چې د پوهنې وزارت په پام کې لري، د ښوونې او روزنې په برخه کې د علمي آثارو، نوښتگرو او رغنده آندونه، طرحې او تجربې تقدير او حمايت کړي او له هغه څخه د پوهنې د پاليسيو د پرمختيا او اصلاح لپاره گټه واخلي.

نو له ټولو هغو اشخاصو او بنسټونو څخه چې لېوالتيا لري غوښتنه کوي ترڅو خپلې نوښتگرې او رغندې طرحې او تجربې د پوهنې د علمي شورا له دارالانشاء سره په حضوري توگه او يا د ace@moe.gov.af برښناليک له لارې شريک کړي.

پته: گلبهار سنټر اتم پوړ د پوهنې د دارالانشاء رياست ، داودزي سنټر ته مخامخ د بهرنيو چارو وزارت سرک.

د اړيکې شمېره: 0729324133 

يادونه:  مهرباني وکړئ په رسمي وخت کې اړيکه ونيسئ.