د ننگرهار خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د نجونو پنځو لېسو ته ښځینه سرپرستې آمرینې وګومارل شوې
د پوهنې وزارت_ننګرهار: د افغانستان اسلامي جمهوریت د جمهور ریس د حکم په اساس، پوهنې وزارت د سپارښتنې او د پوهنې ریس په لارښوونه چې باید د نجونو د هغه ښوونځیو لپاره چې آمرین یې نارینه دي ښځینه سرپرستې امرینې وګومارل شي.
د خوږیاڼیو ولسوالۍ اړوند د پڼځو لېسو (کږې نجونو لېسه، نملې نجونو لېسه، قیلغو نجونو لېسې، بر بهار او وزیرو د نجونو لېسو) لپاره ښځینه سرپرستې آمرینې وګومارل شوې.
په هغه غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوي وه د پوهنې ریاست مالي او اداري مرستیال سیدعیسی سادات وویل: د دې لپاره چې د نجونو لېسې د ښځینه آمرینو له لورې اداره شي یو پر ځای ګام دی نوموړي وویل دا چاره نه یوازې چې د حکومتولۍ په پروسه کې د میرمنو ګدون دی بلکې د نورو میرمنو دهڅونې لامل هم کیږي.
د ننګرهار پوهنې ریاست اړوند د نجونوپه ټولو هغه لېسو کې چې د نارینه و له لورې اداره کیږي ښځینه سرپرستې آمرینې وګومارل شي.