د سمنګان ولایت په جهادي مدرسه کې د چاودنې د تقبیح او له قربانیانو سره د تسلیت په اړه د ا.ا.ا د پوهنې وزارت اعلامیه
په خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې تیره ورځ چهارشنبه د سمنګان ولایت په مرکز ایبک ښار کې د یاد ولایت په جهادي مدرسه کې چاودنه ترسره شوه، چې له امله یې زمونږ یو شمیر مظلوم هیوادوال شهیدان او یو شمیر ټپیان شول.
د ا.ا.ا د پوهنې وزارت یاده فاجعه په شدیدو ټکیو غندي، د الله تعالی له دربار څخه شهیدانو ته د فردوس جنت، ټپیانو ته د عاجلې شفاء او د یاد جنایت مرتکبینو ته د سخت عذاب غوښتنه کوي او د هیواد په امنیتي ارګانونو غږ کوي، چې د تعلیمي مراکزو امنیت ته پوره پاملرنه وکړي ترڅو په راتلونکې کې دې ته ورته نورې فاجعې تکرار نه شي.
الحاج مولوي حبیب الله آغا
د پوهنې وزارت سرپرست وزیر