په میدان وردګ ولایت کې د یو ښوونځي لپاره د کمپیوټر زدهکړې مرکز جوړ او تجهیز شو
د میدان وردګ ولایت نرخ ولسوالۍ اړوند شهابالدین لېسې لپاره د سیمهییزو خلکو په شخصي لګښت د کمپیوټر زدهکړې یو مرکز فعال او د ۴۵ زره ۹۸۰ افغانیو په لګښت د لمريزې برېښنا سیسټم هم ورته برابر شو.
د مسئولینو په وینا، دغه تعلیمي مرکز ۱۵ کمپیوټرونه لري او ۵ کیلوواټه لمریزه برېښنا ورته برابر شوې ده.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد عثمان حریت، د خلکو له همکارۍ مننه وکړه او ویې ویل چې د ولس په ملاتړ سره به د زدهکړې لپاره مناسب او خوندي چاپېریال رامنځته کړي.
