په پکتیا ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره د کتابتون جوړولو چارې پیل شوې
د پکتیا ولایت زرمت ولسوالۍ اړوند د حبیبالله زرمتي لېسې لپاره د یوه کتابتون جوړولو بنسټ ډبره د یاد ولایت پوهنې مسووینو په حضور کې کېښودل شوه.
دغه کتابتون چې د ۲ میلیونه او ۸۸۰ زره افغانیو په لګښت د زرمت ولسوالۍ د یوه علمپروره اوسېدونکي محترم عبدالرحیم، په مالي ملاتړ جوړېږي، د زدهکوونکو لپاره به د مطالعې او علمي پرمختګ مناسب چاپېریال برابر کړي.
د پکتیا پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالقیوم فاروقي، په خپلو خبرو کې د دغه معارفدوست هېوادوال له مرستو مننه وکړه او له خلکو یې وغوښتل چې د هېواد د ښوونیز نظام پیاوړتیا لپاره لا زیاتې همکارۍ وکړي.
