په کابل ښار کې څه د پاسه ۴ میلیونه افغانیو په لګښت یو ښوونځی ترمیم شو
د کابل ښار اړوند تاجور سلطانه عالي لېسې د ودانۍ بیارغونې او ترمیم چارې، د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د ۴ میلیونه، ۹۳ زره او ۸۰۶ افغانیو په ټولیز لګښت، بشپړې او بېرته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
په یاده پروژه کې د ټولو ټولګیو بشپړ ترمیم، د ټولګیو او د ښوونځي د ودانۍ رنګول، د کانکریټي برخو بیارغونه، د دروازو او کړکیو ترمیم او نصبول، د ماتو ښیښو بدلول، د بامونو ایزوګام او نورې اړینې ودانیزې چارې شاملې وې.
د کابل ښار پوهنې رئیس مولوي حسیبالله صاحبزاده، د ښوونځي د بیا پرانیستې په مراسمو کې وویل چې ښوونیز بنسټونه د ټولنې د پرمختګ له اساسي برخو څخه دي او د ښوونځیو بیارغونه او معیاري کول د زدهکوونکو لپاره د سالم او مناسب تعلیمي چاپېریال په برابرولو کې مهم رول لري.
نوموړي زیاته کړه چې د پوهنې وزارت هڅه کوي، ترڅو د شته امکاناتو په چوکاټ کې د ښوونځیو اړتیاوو ته پر وخت رسېدنه وکړي.
