ننگرهارکې د دوو ښوونځیو ودانۍ پرانېستل شوي
دهیواد د خپلواکۍ د سلمې کالیزې په ویاړ د ننګرهار ولایت دښیوې ولسوالۍ اړوند د کوز کاشکوټ د نجونو لیسې او د اصحاب بابا د نجونو منځني ښوونځي ودانۍ د پټۍ په پرېکولو سره ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
پر دغو دووودانیو دملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له لورې خواوشاه دوه سوه شپیته زره ډالره لګول شوي چې هره یوه اته درسي او څلور اداري خونۍ، د څښاک د پاکو اوبو ژورې څاه ګانې،داحاطې دیوالونه ،عصري تشنابونه او میزلرونکی څوکۍ لري چې د جوړیدو چارې یې دیو کال په موده کې بشيړې شویدي .د ښیوې ولسوالۍ د کوز کاشکوټ د نجونو لیسې او د اصحاب بابا د نجونو منځني ښوونځي د ودانیو په جوړیدو سره د خواوشاه دوه زره نجونو زده کوونکو دسرپنا ستونزه هواره شوه.
په هغه غونډه کې چې دښیوې ولسوالۍ د کوزکاشکوټ دنجونو په لیسه کې جوړه شوی وه، د پوهنې ریاست مرستیال هجرت الله بهیر، دولایت مقام کارپوه اکبرشیر،دښیوې ولسوال محمد اسمعیل شینواري او دافغانستان لپاره د ملګرو ملتونودکډوالو دنړیوالې ادارې مشرې میرمن کیرولاین وان بورین په خپلو خبرو کې ددغو ودانیو د جوړولو له امله خوښی وښوده او سیمې له خلکو نه یی د دغو ودانیو دساتنې او همدارنګه ښوونځیو ته د نجونو داستولو غوښتنه وکړه، دسیمې خلکو دغه راز په یاده سیمه کې د دولسمو ټولګبو د فارغو زده کوونکو لپاره د لوړو زده کړو ته دلاسرسي په موخه ددارالمعلمین دیوی څانګې د جوړیدو غوښتنه وکړه چې د مسولینو له لورې ورته د همکارۍ ډاډ ورکول شو.
د یادولو وړ ده ، چې د ننګرهار دپوهنې ریاست د هیواد د خپلواکۍ د سلمې کالیزې د ښې نمانخني په موخه د سل ورځني چمتو شوي کاری پلان د پلې کیدو ترڅ کې به په نږدې راتلونکي کې د یو شمیر نورو بی سرپنا ښوونځیود ودانیو جوړولو چارې پيل کړي.