جلال اباد ښار نازوانا لېسه کې دلاسي صنایعو نندارتون جوړ شو

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۹/۱۲ - ۱۰:۴۷
جلال اباد ښار نازوانا لېسه کې دلاسي صنایعو نندارتون جوړ شو

د پوهنې وزارت_ننګرهار: د ننګرهار ولایت د جلال اباد ښار نازوانا لېسه کې د زده کوونکو دلاسي صنایعو نندارتون جوړ شو.
په دې نندارتون کې چې دیادې لېسې دلسمو ټولګیو د(تشبث) مضمون زده کوونکو پکې برخه اخېستې د زده کوونکو په لاس ګنډل شوي او همدا راز چمتو شوي خوراکونه نندارې ته ایښودل شوي دي. دغه زده کوونکي وایې له دې کاره یې موخه د تشبث په مضمون کې د نوښتګری سوداګرۍ په اړه د لوستل شویو درسونو عملي تجربې ترسره کول دي.
د نندارتون ګډونوالو ته د ښار پوهنې امر احمد شاه اقبال په خپلو خبرو کې د دغو زده کوونکو د نوښت ستاینه وکړه او هغوی ته یې ډاډ ورکړ چې د پوهنې ریاست مشرتابه به دهغوی د نوښتونو ملاتړ کوي او د هغوی د لاهڅونې لپاره به له هرې ممکنې وسیلې کار اخلي.
دوی همداراز دتشبث مضمون زده کوونکي وهڅول چې له دې لارې کولای شي له خپلو کورنیو سره د اقتصادي ستونزو په هواري کې هم مرسته وکړي .دا نندارتون به د درېو ورځو لپاره د نازوانا لېسې په انګړ کې د زده کوونکو پر مخ پرانستی وي.
نوټ: د تشبث مضمون چې د نوښت، سوداګرۍ شروع کولو، تولید، مارکیټ موندنې او په کمه پانګه د ډیر عاید لاسته راوړلو په اړه د زده کوونکو پوهه او مهارتونه پیاوړي کوي او د سوداګرۍ انګیزه پنځوي، د ننګرهار په پېنځو (۲ښځینه او ۳ نارینه) ښوونځیو کې په ازمایښتي ډول د اختیاري مضمون په توګه د اوس لپاره په لسمو ټولګیو کې تدریسیږي. پوهنې وزارت ۱۰، ۱۱ او ۱۲ ټولګیو لپاره ددې مضمون نصاب چمتو کړی، چې په راتلونکې کې به د اختیاري مضمون په توګه په ټولو ښوونځیو کې تدریسږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۴ - ۱۴:۵۹
Background image

ننګرهار کې د یو ښوونځي ودانی ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د پوهنې وزارت، ننګرهار: د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ تریلي لومړني ښوونځي ودانۍ تر جوړیدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاده ودانۍ د کلیو پراختیا او بیا رغونې وزارت د اقرا. . .

شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۴ - ۱۴:۵۶
Background image

د لوګر په ښوونځیو کې د ۲۶۹ مسلکي ښوونکو د ګمارنې پروسه پیل شوه

د پوهنې وزارت، لوګر: د لوګر ولایت د نجونو او هلکانو په یو شمېر ښوونځیو کې د ۲۶۹ نارینه او ښځینه مسلکي ښوونکو د ګمارنې پروسه پیل شوه.

یاده پروسه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د. . .

پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲ - ۱۱:۱۵
Background image

د کندز د پوهنې ریاست د یوې غونډې په ترځ کې د ۱۳۹۸-۱۳۹۹ اجراأتو راپور وړاندې کړ

د پوهنې وزارت، کندز: د کندز پوهنې ریاست مشر تابه د ۱۳۹۸-۱۳۹۹ کال اجراأت او د ۱۴۰۰ تعلیمي کال د پلان تشریح او د خلکو د ملاتړ را جلب کولو په موخه د ولایت والی عبدالستار میرزکوال، د پوهنې. . .

BACK TO NEWS