دخپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ د زده کوونکو تر منځ د شعرونو او مقالو ویلو سیالي ترسره شوه
پوهنې وزارت ـ خوست: په خوست ولایت کې خپلواکۍ د سلمې کلیزې جشن ته د تیاریو پر دوام د یاد ولایت دمرکز اړوند د الفتح عالي لېسې په انګړ کې د سلمې کلیزې په ویاړ د زده کوونکو تر منځ د شعرونو او مقالو ویلو سیالي ترسره شوه.
په هغه په غونډه کې چې په همدې موخه د الفتح عالي لېسې په انګړ کې جوړ شوی وه، دخوست پوهنې رئیس نصیر احمد روښان زده کوونکو ته د خپلواکۍ او د ملي بیرغ پر اهمیت او ارزښت خبرې وکړې. همدا راز د شاه غازي امان الله خان په دوره کې د معارف پر وضعیت هم د پروګرام ګډون والو ته معلومات وړاندې کړل زیاته يې کړه د خپلواکۍ ساتنې تر ټولو مهمه وسیله د علم او تخنیک زده کړه ده.
ورپسې یو شمېر ښوونکو او زده کوونکو په خپلو خبرو ، شعرونو او مقالو کې د خپلواکۍ ارزښت بیان کړ، او د خپلواکۍ ګټوونکو اتلانو کارنامې یې وستایلې. په وروستۍ برخه کې د علم ارزښت په اړه تمثیلي ټوټه وړاندې شوه او یو شمېر هغه زده کوونکو ته چې ښې مقالې او شعرونه یې ولوستل د پوهنې رئیس له لخوا په نغدي ډالیو ونازول شول.