دپوهنې وزیر شیخ الحدیث مولوي نورالله منیر د غزني ولایت له پوهنې ریاست څخه لیدنه و کړه
په دغه لیدنه کې د پوهنې رئیس مولوي محمد منیر منصور پوهنې وزیر ته دښه راغلاست ترڅنګ په خپلو خبرو کې د پوهنې وزارت له دوامداره همکارۍ څخه مننه وکړه او یو لړ ستونزې او وړاندیزونه یې له پوهنې وزیر شریک کړل.
ورپسې د پوهنې وزیر شیخ الحدیث مولوي نورالله منیر د پوهنې رئیس او رهبري هیئت کړنې وستایلې او ژمنه یې ورکړه چې په ټول هیواد کې د ښوونې او روزنې د سرچینو پراختیا ته ژمن ده او په یاده برخه کې به ټولو ستونزو او خنډونو ته رسیدنه کوي.
همدارنګه پوهنې وزیر د یاد ریاست رهبري او کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وکړې چې د پوهنې رئیس لخوا یی د پلي کیدو په برخه کې ډاډ ورکړ.
