د داوطلبۍ اعلان
د میدان ولایت پوهنې ریاست په پام کې لري، چې په دایمیرداد، جغتو، سیدآباد اوبندچک ولسوالیو کې د ۱۱ بابه مدارسو او ښوونځيو د ودانیو د ترمیم او بیارغونې پروژې داوطلبۍ ته وسپاري.
هغه شرکتونه او اشخاص چې غواړي، په یاده داوطلبۍ کې ګډون وکړي؛ کولای شي خپلې غوښتنې د خبرتیا له خپرېدو وروسته د ۲۱ ورځو په موده کې، د میدان وردګ ولایت پوهنې ریاست اړوند د تدارکاتو عمومي مدیریت ته وسپارئ. د شرط پاڼې تر کتلو وروسته دې خپل ضمانت ورکړي.