د دایکنډي ولایت یو تن اوسېدونکي ۸۰ جرېبه ځمکه پوهنې ته وقف کړه

د دایکنډي ولایت مرکز نیلي ښار اړوند هجدې سیمې یو تن اوسېدونکي زمان سروري خپله ۸۰ جرېبه ځمکه، د یو باب مدرسې او ښوونځي جوړولو لپاره، چې په پام کې ده د جبرائیل عمر په نوم ونومول شي، وقف کړه.
د ځمکې د ورکړې په مراسمو کې د پوهنې رئیس مولوي رحمت الله قندیلي، علماء کرامو او قومي مشرانو حضور درلود.
په پیل کې د دایکنډي پوهنې رئیس د هېواد بچیانو ته د متوازنو ښوونیزو او روزنیزو چوپړونو وړاندې کولو په برخه کې د پوهنې وزارت موخې بیان کړې او همدغو اهدافو ته درسېدلو لپاره یې د عامو خلکو مادي او معنوي مرستې خورا مهمې او اړینې وبللې.
نورو ويناوالو هم د خپلو خبر پرمهال، د ټولنې په اصلاح او پرمختګ کې د علم او پوهې په اغېزناک رول خبرې وکړې او له پوهنې سره مرسته يې صدقه جاریه نېک عمل وباله.
د پوهنې وزارت مشرتابه د عامو خلکو له مرستو، په ځانګړې توګه د دایکنډي ولایت علم پرور شخصیت زمان سروري د ملاتړ له امله مننه کوي.