د غزني ولایت د ښوونځیو د ښاروالۍ کمېټو ته د ښاري ژوند اړوند روزنیزورکشاپ په لاره واچول شو
د پوهنې وزارت_غزني: د غزني ولایت د ښوونځیو د ښاروالۍ کمېټو ته د ښاري ژوند اړوند یو ورځنۍ روزنیز ورکشاپ په لاره واچول شو.
هغه غونډه چې په همدې موخه د غزني ولایت د ښاروالی ریاست لخوا د پوهنې ریاست د کنفرانسونو په تالار کې په لار اچول شوي وه، د پوهنې رییس محب الرحمن انصار، د ښار والی ریاست مسوولینو، د ښوونځیو مدیرانو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون درلود.
د پو هنې رئیس محب الرحمن " انصار د ښوونځیو د ښاروالۍ له ټولو کمېټو څخه وغوښتل چې د دې ورکشاپ ټول زده کړل شوي مواد پخپلو ښوونځیو کې عملي کړي او همدارنګه یې په ټولنه کې له خلکو سره شریک کړي.
د غزني د ښاروالۍ ریاست استازي ژمنه وکړه چې دغه کمېټې به لسو نورو ښوونځیو ته هم پراخې کړي.
د ښاروالۍ استازي له ګډونوالو وغوښتل چې دغه ورکشاپ نه په استفادې اړوند معلومات د ښوونیزو ورکشاپونو په لارې اچونې سره خپلو ښوونځیو کې نورو ته هم ورورسوي.
د یادونې وړ ده چې اوس مهال د غزني ولایت د انجونو او هلکانو شل ښوونځي فعاله ښاروالۍ کمیټې لري.