د میرمنو د آسیایي پوهنتون رئیس د پوهنې  وزارت له سرپرست وزیر سره وکتل

media-moe
شنبه ۱۴۰۱/۴/۱۱ - ۱۰:۶
123

د میرمنو د آسیايي پوهنتون ( Asian University For Women) رئیس پروفیسور کمال احمد د پوهنې وزارت له سرپرست وزیر محترم شیخ مولوي نورالله منیر سره وکتل .
په یاده لیدنه کې ښاغلي پروفیسور کمال احمد وویل، چې د دوی پوهنتون غواړي چې افغان زده کوونکو ته تعلیمي سکالرشیپونه ورکړي او هم ورته د انلاین زده کړو زمینه  برابره کړي.
د پوهنې محترم وزیر صاحب د خپلو خبرو په ترڅ کې لومړی پروفیسور کمال احمد ته ښه راغلاست ووایه او بیا یې افغان زده کوونکو ته د یاد پوهنتون له لوري د تعلیمي او تحصیلي فرصتونو د برابرولو له امله له نوموړي څخه مننه وکړه.
د ملاقات په ترڅ کې هوکړه وشوه، چې د دواړو لوریو(د پوهنې وزارت- د میرمنو آسیايي پوهنتون)  تخنیکي ټیمونه به د پورتنیو یاد شویو وړاندیزونو د تطبیق لپاره د یو میکانیزم  په جوړولو کار پیلوي او بیا به د همدې  مېکانیزم په اساس  یاده پروسه عملا پیل کېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۴:۵۹
Background image

د خوست ولایت د پوهنې نوی رئیس معرفي شو

د یو لړ مراسمو په ترڅ کې محترم شیخ مسلمین راشد د خوست ولایت د پوهنې نوي رئیس په توګه معرفي او خپله دنده یې پیل کړه.
په یادو مراسمو کې د پوهنې ریاست د چارواکو او کارکوونکو سربېره، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۴:۵۹
Background image

د کابل ښار عبدالعلي مستغني لېسې اړوند ۸۰ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د ښوونځیو زده‌کوونکو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو او تدریسي موادو چمتو کولو لپاره، د کابل ښار پوهنې ریاست، د شپږمې تعلیمي حوزې اړوند عبدالعلي مستغني لېسې زده‌کوونکو لپاره (۸۰ پایې) مېزونه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۴:۵۹
Background image

د سرپل ولایت په یو باب لېسه کې د څښاک پاکو اوبو یو حلقه څاه ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د سرپل ولایت بلخاب ولسوالۍ د شهید هاشمي لېسې زده‌کوونکو او کارکوونکو ته د څښاک پاکو اوبو برابرولو په موخه، د یو تن خیرخواه شخص لخوا د ۵۶ زره ۹۲۰ افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو یو حلقه. . .

BACK TO NEWS