د ننګرهار د پوهنې رییس خپله ۵ جریبه شخصي ځمکه ښوونځي ته وقف کړه

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۷ - ۱۲:۱
د ننګرهار د پوهنې رییس خپله ۵ جریبه شخصي ځمکه ښوونځي ته وقف کړه

د پوهنې وزارت_ننګرهار: د ننګرهار ولایت د پوهنې رییس حسیب الله شینواري د خپلې کورنۍ په استازیتوب خپله ۵ جریبه شخصي ځمکه د هسکې مینې ولسوالی د میاداد لومړني ښوونځي ته وقف کړه.

په یاده ځمکه به میا داد په نوم نوی تاسیس شوي لومړنې ښوونځي چې خپله ځمکه نه لري او زده کوونکي يې تر شنه آسمان لاندې په زده کړو بوخت دې په پا خه او اساسیي ډول نوي ودانۍ جوړه شي، چې د دې ښوونځي په جوړېدو سره به په يوه خوندي چاپېريال کې د سېمي ماشومانو ته د ښوونيزو خدمتونو د وړاندې کولو زمينه برابره شي.

پوهنې رییس وویل کورنۍ به یې په راتلونکې کې هم له یاد ښوونځي سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

دهسکې مېنې ولسوالۍ د پوهنې آمر مصري خان کلیوال د پوهنې رییس د معارف پالنې د دې احساس ستاینه وکړه او پرنورو شتمنو یې غږ وکړ چې بې ځمکو ښوونځیو ته د ځمکې په ورکولو کې همکاري وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۸/۶ - ۸:۴۱
Background image

په تخار ولایت کې د دیني مدرسو زده کونکو ترمنځ علمي او حقوقي سیالۍ پیل شوې

د پوهنې وزارت_تخار: د تخار ولایت د پوهنې ریاست د اسلامي تعلیماتو د آمریت په نوښت، د اسلام دین او د هیواد د نافذه قوانینو له نظره د ښځو د حقونو تر سرلیک لاندې د دیني مدرسو زده کونکو. . .

دوشنبه ۱۳۹۹/۸/۵ - ۱۴:۳۲
Background image

د هرات د ښوونځیو له زده کوونکو سره د قرطاسیې مرسته وشوه

د پوهنې وزارت_هرات: د هرات ولایت د پوهنې ریاست سره د ښه نیت لرونکو خلکو او اشخاصو د دوستانه مرستو په دوام، نبی الرحمه خیریه بنسټ د دې ولایت د ښوونځیو بیوزلو زده کونکو سره مرسته وکړه.

د. . .

دوشنبه ۱۳۹۹/۸/۵ - ۱۳:۲۹
Background image

پکتیا کې د یو ښوونځي د جوړېدو چارې پیل شوې

د پوهنې وزارت_پکتیا: د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ اړوند د شاه کاریز منځني ښوونځي د ودانۍ د بنسټ ډبره د پوهنې رییس، د ښار جوړونې او ځمکو ریس انجنیر رحیم افعان او یو شمیر چارواکو په ګډون. . .

BACK TO NEWS