د هلمند ولایت په ټولو ښوونځیو کې د کلنۍ آزموینې د پاتې مضمونونو آزموينه پیل شوه
پوهنې وزارت، هلمند: د هلمند ولایت په ټولو دولتي او خصوصي ښوونځیو کې د کرونا ناروغۍ د دریمي څپې له امله د کلنۍ آزموینې د پاتې مضمونونو آزموينه بيرته پیل شوه.
د هلمند د پوهنې رئیس محمد داؤد شاه صفاري وایي، یادو آزموینو ته پوره تدابیر نیول شوي او دغه آزموینې به د پوهنې وزارت د لارښوونې په اساس، خلاصه فضا کې د روغتیايي سپارښتنو او ټولنیز واټن مراعتولو سره واخیستلې شي.