د پوهنې وزارت د بهرنیو اړیکو او تمویل کوونکو د چارو رئیس استاد وحیدالله هاشمي د ننګرهار،لغمان او کونړ له ولایتونو څخه لیدنه وکړه
تیره اونۍ(۱۴۴۳/۹/۲۲- ۲۷/۹/۱۴۴۳هـ ق) د پوهنې وزارت د مشرتابه د هدایت په اساس، د یاد وزارت د بهرنیو اړیکو او تمویل کوونکو د چارو رئیس استاد وحیدالله هاشمي د ننګرهار، لغمان او کونړ له ولایتونو څخه لیدنه وکړه. نوموړي په دې سفر کې د یادو ولایتونو د پوهنې د ریاست له رئیسانو او کارمندانو سره ولیدل، په یادو ولایتونو کې یې د داخلي او بهرنیو موسساتو او خیریه بنسټونو فعالیتونه له نږدې وارزول، له یادو بنسټونو سره د ترسره شویو هوکړه لیکونو د تجدید او بیا کتنې او د یادو بنسټونو د فعالیتونو داهمیت په هکله یې له تعلیمي مسئولینو سره معلومات شریک کړل او هغوی یې دې ته وهڅول، چې د اصولو او مقرراتو په چوکاټ کې یادو بنسټونو ته د فعالیت او خدمت لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.