د پوهنې وزارت د دارالعلومونو د ریاست رئیس د ننګرهار ولایت له دارالعلومونو څخه لیدنه وکړه
د چهارشنبې او پنجشنې په ورځو (۱۶-۱۷ /۶/۱۴۴۳هـ ق) د پوهنې وزارت د دارالعلومونو د ریاست د رئیس محترم مولوي عبدالقدوس صاحب تر مشري لاندې هیئت د ننګرهار ولایت له دارالعلومونو څخه لیدنه وکړه .
دغه هیئت د ننګرهار ولایت د پوهنې د رئیس محترم مفتي حبیب حضرت صاحب په ملتیا د یاد ولایت د نجم المدارس دارالعلوم، د نوموړي دارالعلوم د بناتو له څانګې، مرکزي دارالحفاظ، نعمانیه دارالعلوم، حقانیه دارالعلوم ، شمس الرحمن کاموي دارالعلوم او ځينو نورو دارالعلومونو څخه لیدنه وکړه او په ځینو دارالعلومونو کې یې د ازموینو صحنې هم له نږدې ولیدلې.
د هیئت مشر محترم مولوي عبدالقدوس صاحب د خپلو خبرو په ترڅ کې د یادو دارالعلومونو د مسئولینو او استادانو هڅې وستایلې او له هغوی څخه یې مننه وکړه، چې په خورا ستونزمنو شرایطو کې خپل رسالت ته چې هغه د ځوان نسل ښوونه او روزنه ده، ژمن پاتې شویدي، همدارنګه یې د یادو دارالعلومونو زده کوونکو ته سپارښتنه وکړه ترڅو په خپلو درسونو کې زیار وباسي، ترڅوپه راتلونکې کې د هیواد او ټولنې لپاره د خدمت کولو مصدر وګرځي.
د یادو دارالعلومونو مسئولینو، استادانو او زده کوونکو د خپلو ویناوو په ترڅ کې د پوهنې له وزارت څخه مننه وکړه، چې د دارالعلومونو د نظارت لپاره یې ننګرهار ولایت ته هیئت استولی دی او هم یې خپل وړاندیزونه، ستونزې او مشورې د هیئت له غړو سره شریکې کړې.