د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي  د بادغیس له ولایت څخه لیدنه وکړه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۱ - ۱۰:۱۵
fgsdfgd

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي د هیواد د سړو سیمو ولایتونو ته د خپلو سفرونو په لړ کې خپل کاري پروګرام  (د امام مبلغ پیژنده، د شرعي امورو څارنه، د اداري چارو کتنه او د ستونزو او شکایتو اورېدنه) د بادغیس په ولایت کې ترسره کړ.
د دعوت او ارشاد ریاست رئیس مولوي عبدالحی حازم  او مل پلاوي د بادغیس ولایت ته له رسېدو سره سم د پوهنې له رئیس سره ناسته ترسره او د خپل سفر موخې یې ورسره شریکې کړې او په ۰۳/۰۳/۱۴۴۴ نېټه د بادغیس ولایت د پوهنې د رئیس په ګډون د بادغیس ښار د پوهنې آمر، د ولسوالیو د پوهنې آمرینو، د څارنې غړو، د ښوونځیو ذکور او اناث آمرینو او د پوهنې ریاست  نورو اړونده  کار کوونکو سره یې خپل کاري پروګرام  د یوې غونډې په ترڅ کې شریک کړ. د دعوت او ارشاد ریاست رئیس مولوي عبدالحی حازم غونډې ته د وینا په ترڅ کې له حاضرینو سره  خپل کاري پروګرام په لاندې ډول شریک کړ:
د سفر موخې:
۱ – د امام مبلغ پیژنده.
۲ – د شرعي امورو څخه څارنه او کتنه.
۳ – د اداري چارو څخه څارنه او کتنه.
۴ – د ستونزو او شکایتو اورېدنه.
۵ – د فرامینو او قوانینو ارزونه.
۶ – د نصاب او د قرآن کریم  د ترجمې  په اړه لازمې سپارښتنې کول.
د پورتنیو موخو د شريکولو تر څنګ د دعوت او ارشاد رئیس زیاته کړه، چې په اداراتو کې ګمارنه باید د تقوا او مسلکیتوب په نظر کې نیولو سره ترسره شي، د آمرینو له اوامرو څخه اطاعت وشي،  ټول کار کوونکي باید خپل  دندو ته پابند وي،ښځینه کارمندان او مراجعین باید  شرعی حجاب مراعات کړي، ټول کارکوونکي باید له رشوت، اختلاس، بد اخلاقي  او نورو غیر شرعي چارو څخه ډډه وکړي، له  بیت المال  او دولتي اجناسو سره باید پوره احتیاط وشي.
یاد پلاوي  د پوهنې ریاست له  تدریسي  آمریت څخه هم لیدنه وکړه او د کارمندانو  او مراجعینو ستونزې او شکایات یې واورېدل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۳ - ۱۴:۳۴
Background image

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت د ښوونیزو بنسټونو د ارزونې پروګرام پیل کړ

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت د پرېکړې پر بنسټ، د هېواد په ۲۸ سړو ولایتونو کې د اسلامي زده کړو بنسټونو د ښوونیز وضعیت، د زده کوونکو د علمي کچې، اداري، تدریسي او تعلیمي. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۳ - ۱۴:۵
Background image

له ولایتونو څخه د پوهنې څو لنډ خبرونه

فاریاب

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت د څارنې او ارزونې ریاست پلاوي، د فاریاب ولایت پوهنې ریاست له مشرتابه سره وکتل.
د یاد پلاوي د سفر موخه، د دغه ولایت د پوهنې ریاست د مرکزي څانګو. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۳ - ۱۳:۴۵
Background image

له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونو ته لنډه کتنه

لوګر

د لوګر ولایت یو تن د پوهنې دوست شخصیت استاد جمشید صبوري، د یاد ولایت د مرکز اړوند ښوونځیو له ۶۰ یتیمو او بې وزله زده کوونکو سره د ښوونیزو توکو مرسته وکړه.
 نوموړي وويل، چې له یادو. . .

BACK TO NEWS