د پوهنې وزارت سرپرستې د یونیسف (َUNICEF) له سرپرستې سره وکتل

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۶ - ۱۶:۵۱
د پوهنې وزارت سرپرستې د یونیسف (َUNICEF) له سرپرستې سره وکتل

د پوهنې وزارت، کابل: د پوهنې وزارت سرپرستې آغلې رنگینه حمیدي د یونیسف (UNICEF) له سرپرستې میرمن شیما سنګ ګپتا سره په خپل دفتر کې وکتل.

په دې ناسته کې، دواړو لورو د ښوونځیو پراختیا، د کارمندانو ظرفیت لوړول، د تعلیمي ادارو پیاوړتیا، د ښوونکو د ظرفیت لوړولو او د تعلیم کیفیت لوړولو څرنګوالي په اړه خبرې وکړې.

د یونیسف سرپرستې آغلې شیما سنګ ګپتا د پوهنې وزارت د مشرتابه څخه په ملاتړ سره، ژمنه یې وکړه چې یونیسیف (UNICEF) د ښوونې او روزنې خدمتونو، د ښوونکو او نورو سکتورونو لپاره د ظرفیتونو لوړولو په برخو کې ژمن دی او په دې برخه کې د پوهنې وزارت سره د ښه همکار په توګه کار کوي.

آغلې رنګینه حمیدي، د پوهنې وزارت سرپرستې په افغانستان کې په ځانګړي توګه د پوهنې په برخه کې د یونیسف (UNICEF) د همکاریو له امله مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې کیفیت لرونکې، معیاري او مساوي تعلیمي خدماتو ته د ټولو لاسرسي د پوهنې وزارت اصلي هدف دی او یونیسیف (UNICEF) کولی شي په دې برخه کې د پوهنې وزارت سره همکاري وکړي.

آغلې حمیدي وویل چې ښوونه او روزنه د ټولو منل شوي حق دی او ټینګار یې وکړ چې د پوهنې وزارت به د ټولو لپاره په ځانګړي توګه د انجونو لپاره د غوره ښوونې او روزنې د برابرولو لپاره په جدي ډول کار وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۱ - ۱۴:۲۰
Background image

د کنړ د پوهنې ریاست اړوند د محلي ټولګیو سره د درسي توکو مرسته وشوه

د پوهنې وزارت_کنړ: د کنړ ولایت د پوهنې ریاست په چوکاټ کې د (Save The Children) نړیوالې مؤسیسې له لوري، خاص کونړ، څوکۍ، نرنګ او نورګل ولسوالیو د پوهنې امریتونو اړوند محلي ټولګیو ته د. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۱ - ۱۴:۱۵
Background image

د سولې نړیوالې ورځې په ویاړجوړې شوې انځوریزې سیالۍ کې د بي بي حوا او بي بي مریم لېسو لومړی او دویم مقام تر لاسه کړ

د پوهنې وزارت_ننګرهار: د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست اړوند د ښوونځیو زده کوونکو د سولې نړیوالې ورځې په ویاړجوړې شوې انځوریزې سیالۍ کې لومړی او دویم مقام تر لاسه کړ!

دا سیالي د سولې. . .

دوشنبه ۱۳۹۹/۶/۳۱ - ۱۱:۲۹
Background image

متوسطه محمدیه القان در ولایت دایکندی افتتاح و به بهره برداری سپرده شد

مکتب متوسطه محمدیه القان ولسوالی شهرستان ولایت دایکندی طی محفل از سوی محمدضیا همدرد والی دایکندی در حالیکه فاطمه اکبری معاون اجتماعی، رحمت الله سیرت رئیس معارف و شمار از مسئولین ارگان. . .

BACK TO NEWS