د پوهنې وزير ښاغلي ډاكټر محمد میرویس بلخي په هغه لیدنه کې، چې د ټاكنو د خپلواك كميسيون له مشرې آغلې هوا علم نورستاني سره يې درلوده په راتلونکو ټاکنو کې يې د دې وزارت پر بي طرفۍ ټینګار وكړ.

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۰ - ۱۷:۲۰
د پوهنې وزير ښاغلي ډاكټر محمد میرویس بلخي په هغه لیدنه کې، چې د ټاكنو د خپلواك كميسيون له مشرې آغلې هوا علم نورستاني سره يې درلوده په راتلونکو ټاکنو کې يې د دې وزارت پر بي طرفۍ ټینګار وكړ.

پدې لیدنه کې، چې د پوهنې وزارت په مقر کې ترسره شوه دواړو لوريو د جمهوری ریاست راتلونکو ټاکنو په اړه خبرې اترې وکړې

ښاغلي بلخي پدې لیدنه کې د پوهنې وزارت اصلي دنده د افغانستان ماشومانو ته د ښوونې او روزنې په برخه کې خدمت وباله او زیاته یې کړه، چي د ښوونې او روزنې پرمختګ ته پاملرنه یو بي طرفه او غیر سیاسي اصل ته اړتیا لري.

د دې لیدنې په ترڅ کې آغلې هوا علم نورستاني د جمهوري ریاست ټاکنو په برخه کې د ټاکنو خپلواک کميسیون وروستۍ کړنې او پرمختګونه د پوهنې وزارت له مشرتابه سره شریكې کړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۵/۲۹ - ۱۲:۴۴
Background image

خبري اعلامیه

پوهنې وزارت _ کابل : تېره شپه شاوخوا ۱:۳۰ بجه د کابل ولایت په شکردرې ولسوالۍ کې د بویه زار ناصري د نجونو لیسې اداره؛ د نامالومو کسانو لخوا سوځول شوې ده. تر دې مهاله د یادې لیسې د ادارې. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۵/۲۹ - ۱۰:۱۹
Background image

دخپلواکۍ سلمه کلیږه د میدان وردک په ولایت کې د یو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه

دپوهنې وزارت_میدان وردک:  د میدان وردک ولایت د پوهنې رياست د خپلواکۍ سلمه کلیزه ديولړشانداره  مراسمو په ترڅ کې ولمانځله.
یاد پروګرام دپوهنې رئیس دوکتور محمدسعید منصور په رهبرۍ او پوهنې. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۵/۲۹ - ۱۰:۱۹
Background image

په خوست کې د هیواد د خپلواکۍ سلمه کلیږه ولمانځل شوه

د پوهنې وزارت_خوست:  دخو ست  ولایت  اسمعېل خېلو مندوزیو ولسوالۍ اړوند د ټولو ښوونځیو زده کوونکو د خپلواکۍ سلمه کالیزه د یادې ولسوالۍ دڅړبڼ لېسې په انګړ کې  ونمانځله.
په یادو مراسمو کې د. . .

BACK TO NEWS