د کابل ښار د دشت برچي په سیمه کې په کاج تعلیمي مرکز کې د چاودنې د تقبیح په هکله د پوهنې وزارت اعلامیه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۰ - ۱۰:۹
asdfg

 په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د تیرې جمعې په ورځ د کابل ښار د دشت برچي په سیمه کې د کاج په نامه په یو تعلیمي مرکز  کې چاودنه شوېده، چې له امله یې زمونږ په لسګونو هیوادوال زده کوونکي شهیدان او ټپیان شویدي. د اسلامي امارت د پوهنې وزارت یاد غیر انساني او غیر اسلامي جنایت په شدیدو ټکي غندي، د الله تعالی له درباره شهیدانو ته د جنت فردوس او ټپيانو ته د عاجلې شفاء غوښتنه کوي. د یادې غمجنې پېښې د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوو  او د هیواد په امنیتي ارګانونو غږ کوو چې د تعلیمي  مراکزو د امنیت په تامین کې پوره هڅه او هاند وکړي.
والسلام
الحاج مولوي حبیب الله آغا
د پوهنې وزارت سرپرست وزیر

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۳ - ۱۳:۴۵
Background image

له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونو ته لنډه کتنه

لوګر

د لوګر ولایت یو تن د پوهنې دوست شخصیت استاد جمشید صبوري، د یاد ولایت د مرکز اړوند ښوونځیو له ۶۰ یتیمو او بې وزله زده کوونکو سره د ښوونیزو توکو مرسته وکړه.
 نوموړي وويل، چې له یادو. . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۲ - ۱۴:۱۴
Background image

له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونو لنډیز

پکتیا
د پکتيا ولايت پوهنې رئيس مولوي عبدالوکيل خالد د یاد ولايت د ښوونځيو له مسئولينو سره د ليدنې پر مهال، د پوهنې رياست د رهبرۍ د حکمونو او لارښوونو د پلي کېدو په اړه خبرې وکړې  او له. . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۲ - ۱۲:۱۲
Background image

د پوهنې وزارت د معیاري آزموینو ریاست اړوند پلاوي د ارزونې پایلې اعلان شوې

د پوهنې وزارت د معیاري آزموینو ریاست د علمي او مسلکي غړو په ګډون یو پلاوی چې د (بامیان، بدخشان، تخار، بغلان او پروان) ولایتونو د بېلابېلو ښوونځيو د زده کوونکو د لوستلو، لیکلو، ریاضیاتو. . .

BACK TO NEWS