رسنیزبلنلیک

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۵:۱۰
sdsf

د کابل ښار پوهنې ریاست پلان لري، چې د پوهنې وزارت محترم مشرتابه او مېلمنو په حضور کې د ښار اړوندو ښوونځیو د زده‌کوونکو لپاره د ساینسي پروژو او لاسته راوړنو (المپیاډ) پای‌غونډې په موخه پرتمین مراسم جوړ کړي.

وخت: ۱۴۴۷/۵/۱۱ــ  ( ۱۴۰۴/۸/۱۱) کال، یکشنبې ورځ، د سهار ۹:۰۰ بجې؛
پته: درېیمه ښوونیزه ناحیه، غزني سرای، سیدجمال‌الدین افغان دارالمعلمین ته څېرمه، د کابل ښار پوهنې ریاست د کنفرانسونو تالار؛

تاسو، د رسنیو محترمو خبریالانو ته په درنښت بلنه درکول کېږي، چې د یادې لویې پرتمیني غونډې په خبري پوښښ کې زموږ سره همکاري وکړئ.

د پوهنې وزارت
د نشراتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۴:۵۹
Background image

د خوست ولایت د پوهنې نوی رئیس معرفي شو

د یو لړ مراسمو په ترڅ کې محترم شیخ مسلمین راشد د خوست ولایت د پوهنې نوي رئیس په توګه معرفي او خپله دنده یې پیل کړه.
په یادو مراسمو کې د پوهنې ریاست د چارواکو او کارکوونکو سربېره، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۴:۵۹
Background image

د کابل ښار عبدالعلي مستغني لېسې اړوند ۸۰ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د ښوونځیو زده‌کوونکو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو او تدریسي موادو چمتو کولو لپاره، د کابل ښار پوهنې ریاست، د شپږمې تعلیمي حوزې اړوند عبدالعلي مستغني لېسې زده‌کوونکو لپاره (۸۰ پایې) مېزونه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۴:۵۹
Background image

د سرپل ولایت په یو باب لېسه کې د څښاک پاکو اوبو یو حلقه څاه ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د سرپل ولایت بلخاب ولسوالۍ د شهید هاشمي لېسې زده‌کوونکو او کارکوونکو ته د څښاک پاکو اوبو برابرولو په موخه، د یو تن خیرخواه شخص لخوا د ۵۶ زره ۹۲۰ افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو یو حلقه. . .

BACK TO NEWS