سږ کال د میدان وردګ ولایت عامو خلکو له خوا پوهنې سره له یو مېلیون افغانیو څخه زیاته مرسته شوې

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۵ - ۱۰:۱۲
12314

د روان (۱۴۰۳) لمریز کال له پیل راهیسې، د میدان وردګ ولایت سید آباد ولسوالۍ علم پروره خلکو، د یادې ولسوالۍ نور المشایخ لېسې سره د یو مېلیون ۳۷ زره ۱۸۱ افغانیو په اندازه مالي مرسته کړې ده.

یادې پیسې د ۶ درسي خونو سره رغولو، د لېسې شاوخوا احاطوي دېوال جوړولو، لمریزې برېښنا سیسټم او د څښاک پاکو اوبو شبکې نصبولو لپاره لګول شوې دي.

د پوهنې وزارت د هېواد د خلکو، په ځانګړې توګه د میدان وردګ پوهنې دوستو اوسېدونکو د مالي او معنوي ملاتړ څخه مننه او قدرداني کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۵:۷
Background image

د لوګر ولایت په یو باب ښوونځي کې درسي ټولګي جوړ شول

د لوګر ولایت پوهنې مسئولینو په وینا، د ۵۰۰ زرو افغانیو په لګښت
د مرکز اړوند په شش‌قلعه کلي کې د سیمې د خلکو په مرسته د یو باب ښوونځي لپاره ۳ نوې درسي ټولګي په پاخه او اساسي بڼې جوړ شول،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۳:۵۵
Background image

د امام ابوحنیفه (رح) له دارالعلوم څخه نږدې ۱۰۰ تنه طلاب فارغ شول

د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معینیت له خوا، د امام ابوحنیفه (رح) دارالعلوم د دولسم او څوارلسم ټولګي ۹۹ تنو فارغانو لپاره د فراغت شانداره مراسم ترسره شول.
په یادو مراسمو کې د پوهنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۳:۲
Background image

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین محترم معین د معیاري ازموینو د څلورمې او وروستۍ ورځې له بهیر څخه څارنه وکړه

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د معیاري ازموینو په څلورمه او وروستۍ ورځ، د کابل ښار شپږمې ښوونیزې حوزې اړوند عبدالعلي مستغني عالي لېسې ته لاړ او هلته. . .

BACK TO NEWS