طباعتي برخه کې د همکارۍ تړون لاسلیک شو

د پوهنې وزارت، کابل: د پوهنې وزارت او د دولتي آزادی چاپخونه شرکت ترمنځ د همکارۍ تړون لاسلیک شو.
یاد تړون د یوې مطبوعاتي ناستې په ترڅ کې د پوهنې وزارت د سرچینو او اداري مرستیالې او سر پرستي آغلې ویکټوریا غیوري او د آزادي مطبعي د رییس محمد ضیا بومیا لخوا لاسلیک شو.
د یاد تړون پراساس د پوهنې وزارت ټولې اداري، تدریسي فورمې او ورقې د آزادی دولتي مطبعي په همکارۍ چاپ او د پوهنې وزارت په واک کې به ورکړل شي.
د یادونې وړ ده چې د آزادی دولتي چاپخونه، د معارف او نیبراسکا چاپخونې له یوځای کیدوڅخه جوړه شویده.