لغمان کې د نظارت غړو ته د وړتیا لوړونې ورکشاپ جوړ شو
د پوهنې وزارت_لغمان: د لغمان ولایت د پوهنې ریاست اړوند د قرغیو ولسوالي د نظارت ۱۵تنو غړو ته د وړتیا لوړولو په موخه درې ورځني روزنیز ورکشاپ پیل شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې ریاست د نظارت آمریت له خوا جوړ شوی، چې د قرغیو ولسوالي د نظارت ۱۵ تنه غړي پکې برخه لري.
د پوهنې رياست د څارنې آمر مولوي آميراغا صديقي د یاد ورکشاپ د پرانیستنې په مراسمو کې د نظارت غړو ته د ښوونځیو د ښه نظارت سپارښتنه وکړه او هم یې هغوی خپلو دندو او مسوولیتونو ته ځیر کړل.
د لغمان د پوهنې ریاست د روان کال له پیله د خپلوکارکونکو د ظرفیت لوړولو لپاره ځانګړي روزنیز ورکشاپونه په لاره اچولي، چې تر اوسه زیات شمیر ښوونکي او دنظارت غړي د ظرفیت لوړونې په برخه کې روزل شوي دي.