له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

media-moe
شنبه ۱۴۰۲/۳/۲۰ - ۱۶:۲۶
له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

ننګرهار

د ننګرهار ولایت د پوهنې رئیس مفتي حبیب حضرت حقاني د دې ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ د سور ډاګ لېسې د اداري او تدریسي چارو څارنه وکړه.

په دې کتنه کې يې د لېسې د ښوونکو او زده کوونکو ستونزې واورېدې او د حل ژمنه يې وکړه.

یاده لېسه له څو کلونو راهيسې غير فعاله وه او په دې وروستيو کې د پوهنې رياست او د ځایي خلکو په مرسته بېرته فعاله شوه.

پروان

د پروان ولایت د پوهنې رئیس مفتي محمد حسن حقاني د دې ولایت د مرکز او ولسوالیو د ادارو له آمرینو سره ناسته وکړه.

 په دې کتنه کې یې د دې ولایت د ښوونځیو او مدارسو د ښوونیزو چارو د ښه والي په اړه ورسره خبرې وکړې.

لوګر

 د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ د پوهنې آمر د دې ولسوالۍ د ۴۵ ښوونځیو له آمرینو او مدیرانو سره د لیدنې پر مهال هغوی ته د ښوونکو، کارکوونکو او زده کوونکو د احصاییې د راټولولو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

بلخ

 د مارمل ولسوالۍ د پوهنې آمر له خپلو کارکوونکو سره په کاري ناسته کې له هغوی وغوښتل، چې د زده کوونکو د علمي کچې د لوړولو او د پوهنې په ځینو برخو کې جدي هڅې وکړي.

همدارنګه د دهدادي ولسوالۍ د پوهنې آمر د دې ولسوالۍ په اداري غونډه کې چې د ولسوال مولوي اسلام الدین خالد په مشرۍ جوړه شوې وه ګډون وکړ او په یاده ولسوالۍ کې یې د پوهنې پر فعالیتونو، ستونزو او اړتیاوو خبرې وکړې.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۲/۷/۱ - ۱۴:۲۲
Background image

د ښوونیزې سویې د تثبیت آزموینه واخیستل شوه

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو رياست د اغېزمنې کړنلارې له مخې، د هېواد په رسمي ښوونځيو کې د شاملولو په موخه،د .ا.ا.م/جاهدینو او د راستنیدونکو مهاجرینو څخه د لسم او يوولسمو. . .

شنبه ۱۴۰۲/۷/۱ - ۱۳:۵۲
Background image

د پوهنې وزارت سرپرست د بلخ ولایت له علماوو سره مشورتي ناسته وکړه

د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا بلخ ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د یاد ولایت له علماوو سره د ښوونځیو او دیني مدارسو د وضعیت د لاښه والي او شته ستونزو د حل په موخه. . .

شنبه ۱۴۰۲/۷/۱ - ۱۲:۴۹
Background image

د پوهنې وزارت سرپرست د بلخ ولایت له مرکزي دارالاېتام څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا او ورسره مل پلاوي بلخ ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د یاد ولایت له بېلابېلو ښوونیزو څانګو څخه د لیدنې پر مهال، په داسې حال کې چې د. . .

BACK TO NEWS